ایران په پاکستان کې پرونی ترهګریز برید وغانده
(last modified Sat, 01 Mar 2025 03:23:50 GMT )
Mar 01, 2025 07:53 Asia/Kabul
  • ایران په پاکستان کې پرونی ترهګریز برید وغانده

پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "اسماعیل بقایي" د جمعې د لمانځه پر مهال د پاکستان په پېښور ښار کې د حقانیه مدرسې په جومات کې هغه تروریستي عمل وغانده چې د یو شمېر لمونځ کوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شو.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، بقايي د قربانیانو له کورنیو او د پاکستان له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، په دغه پېښه کې ټپي شویو کسانو ته د روغتیا او سلامتۍ هیله وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د ټولو ډولونو او بڼو په کلکه غندلو کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر اصولي دریځ باندې په ټینګار سره، د دغې ناوړه پدیدې مخنیوی او ورسره مقابله د سیمې د ټولو هېوادونو ملګرتیا او همغږي او د دغه جنایت د عاملینو او ملاتړو پر وړاندې دوامدارې مبارزې ته اړتیا یاده کړه.