د وسله والو ځواکونو دنده د هېواد له امنیت څخه دفاع ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158136-د_وسله_والو_ځواکونو_دنده_د_هېواد_له_امنیت_څخه_دفاع_ده
پارس ټوډې – د ایران د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان وویل چې د اسلامي جمهوري حکومت د وسله والو ځواکونو اصلي دنده د هېواد له امنیت څخه دفاع ده.
(last modified 2025-03-14T01:24:28+00:00 )
Mar 14, 2025 05:51 Asia/Kabul
  • د وسله والو ځواکونو دنده د هېواد له امنیت څخه دفاع ده

پارس ټوډې – د ایران د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان وویل چې د اسلامي جمهوري حکومت د وسله والو ځواکونو اصلي دنده د هېواد له امنیت څخه دفاع ده.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال محمد باقري پرون ټینگار وکړ: که دفاع او تلپاتې امنیت نه وي، په طبیعي ډول به د هېواد نور فعالیتونه د پرمختګ په لورې کې کمزوري شي.

جنرال باقري زیاته کړه: سپاه پاسداران، پوځ، امنیتي قومانداني، دفاع وزارت، د مسلح ځواکونو مجموعه او بسیج ټول په یوه یوځای شوې مجموعه کې د هېواد د امنیت او دفاع مسؤلیت پر غاړه لري.

جنرال باقري د دې په بیان سره چې د هېواد د اسلامي انقلاب د بریا له لومړيو راهيسې د علم او ټکنالوژۍ په ګډون په ټولو ابعادو کې، د تحریمونو په محاصره کې دی او په همدې شرایطو کې يې ناامنۍ اداره کړي، جبري جګړه او د هېواد امنیت يې مخته وړی دی، وویل: د بندیزونو، محدودیتونو او پراخو ګواښونو په داسې شرایطو کې د علم او ټکنالوژۍ ځایګی ډېر مهم ګرځي.