صدا اوسیما سازمان د «الاقصی» شبکې بندولو پر ضد اعتراض وکړ
(last modified Mon, 17 Mar 2025 11:04:07 GMT )
Mar 17, 2025 15:34 Asia/Kabul
  • صدا اوسیما سازمان د «الاقصی» شبکې بندولو پر ضد اعتراض وکړ

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د صدا او سیما سازمان د برون مرزۍ مرستیال د امریکا او اروپا لخوا د الاقصی چینل پر خپرونو باندې د بندیز په غبرګون کې وویل: د لوېدیځ د رسنیز سانسور پر وړاندې د مقابلې څپې باید پیاوړې شي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د صدا او سیما سازمان د برون مرزۍ مرستیال احمد نوروزي د امریکا او اروپا له خوا د الاقصی چینل د نشراتو د بندولو په غندلو سره وویل، د لوېدیځ د رسنیز سانسور پر وړاندې د مقابلې څپې باید د مقاومت په ډګر کې د رسنیو د فعالانو له خوا پیاوړې شي.