اسلامي ایران د فلسطین پرضد د اسرائیلو حملې په کلکه وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158262-اسلامي_ایران_د_فلسطین_پرضد_د_اسرائیلو_حملې_په_کلکه_وغندلې
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي » د فلسطین د غزې تړانګې د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د حملو نوی پړاو وغاند.
(last modified 2025-03-19T01:26:18+00:00 )
Mar 19, 2025 05:46 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د فلسطین پرضد د اسرائیلو  حملې په کلکه وغندلې

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي » د فلسطین د غزې تړانګې د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د حملو نوی پړاو وغاند.

هغه دغه حملې په نیواکي فلسطین کښې د قومي پاکونې او د نسل کشۍ د جنایت دوام وباله او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په ترسره کولو کښې د امریکا د حکومت نیغ په نیغه مسوولیت لرلو یې  ټینګار وکړ.

اسماعیل بقايي د هیګ په نړیوالې جنايي محکمې کښې د نسل وژونکي اسرائیلي رژيم د مشرانو په جنایتونو باندې په غور کولو کښې د چټکتیا او د فلسطین د  مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره د اسلامي ملګرتیا موسسې لخوا د جدي اقدام د ترسره کولو او د هیګ د انصاف د نړیوالې محکمې د حکمونو د اجرا کولو او صهیونیسټ رژيم ته د وسلو د استولو د غوڅولو او له دغه رژیم څخه د هر ډول مالي او د اقتصادي ملاتړ د بندولو غوښتنه وکړه.

د غزې تړانګې پرضد د امریکا په اجازې سره د صهیونیسټ رژيم  د حملو د نوي پړاو له پیلیدا وروسته د غزې هیڅ سیمه د اسرائیلو له حملو په امان کښې نه ده پاتې او دغه رژیم په کورونو، ښوونځیو ، د کډوالو په مرکزونو ، او د بې کوره شویو خلکو په خیمو باندې سختې حملې کړي دي.