د سوریې د دروزیانو معنوي مشر په موقته حکومت نیوکه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوريې د دروزیانو معنوي مشر «شیخ حکمت الهجري» د سوریې موقته حکومت د هیواد په خلکو باندې د یوې نقاب لرونکي ډلې د تپلو حکومت وباله.
هغه وویل د سوریې ساحلي سیمې او حمص ولایت د خواشیونکو حملو کتونکی وو چیرې چې ډیرې بې ګناه خلک په وحشیانه ډول ووژل شول او د خلکو په ذهنونو کښې یې د داعش ډلې جنایتونه راژوندي کړل او په دې لاره کښې ټول نړیوال ، دیني او اخلاقي اصول تر پښو لاندې شول.
د سوریې د دروزیانو معنوي مشر شیخ حکمت الهجري وویل هغه کسان چې خپل ملت وژني خاینان دي ، مونږ دغه د خلکو وژل غندو او د خلکو د وژلې د عاملانو په سزا کولو او له سوریې څخه د ټولو خارجي ځواکونو په وتلو ټینګار کوو.
د ویلو ده چې په سوریې د واکمنې تحریر الشام ډلې ځواکونو او غړیو څو ورځې مخکې د سوریې په طرطوس ، لاذقیه او نورو ساحلي سیمو کښې د علوي فرقې د خلکو په کورونو باندې حملو او بریدونو سره زرګونو کسان شهیدان کړي او ډیر نور یې ژوبل کړي هم دي.
دغه ډلې د خلکو په کورونو باندې بریدونو سره هلته ګرانبیه شیان او نور سامانونه هم چورتالان کړي دي.
د نړۍ اکثرو هیوادونو د تحریر الشام ډلې د دغو جنایتونو په هکله چوپتیا غوره کړي ده.