ایران د فلسطین په ملاتړ کې مرکزي رول لوبولی
پارس ټوډې - د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي وویل: ایران د فلسطین له خلکو او مجاهدینو په ملاتړ کې مهم او مرکزي رول لوبولی دی.
د پارس ټودې د راپور له مخې؛ د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي سید عبدالملک الحوثي د فلسطین له خلکو د ایران د اسلامي جمهویت له ملاتړ څخه په مننې سره ټینګار وکړ: مقاومت له صهیونیسټي تیریو سره د مقابلې یوازینۍ لاره ده.
الحوثي ټینګار وکړ: دښمن د ایران د رول په اهمیت ښه پوهېږي او په ډېرو فشارونو سره هڅه کوي چې د دغه رول مخه ونیسي، خو د اسلامي انقلاب له بریالیتوب راهیسې د ایران دریځ ثابت او نه بدلېدونکی دی.
الحوثي همدارنګه د قدس نړیوالې ورځې ته په اشارې سره وویل: سږ کال د قدس په ورځ، د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو پر وړاندې د عربي حکومتونو بې پروايي او بې غوري د پخوا په پرتله ډېره څرګنده شوه.
د یمن د انصار الله غورځنګ سرمنشي پپر نړیوالو ادارو په تېره بیا پر ملګرو ملتونو او د امنیت پر شورا باندې په سختې نیوکې سره وویل: دغه بنسټونه نه یوازې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټانو د جنایتونو پر وړاندې اقدام نه دی کړی، بلکې صهیونیسټي رژیم ته د مشروعیت په دوام سره، دغه جنایتکار رژیم ته مشروعیت ته دوام ورکوي.