د ایران خارجه وزیر وايي د دروغو تکرارول بنیادي حقیقتونه نه بدلوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د دروغو تکرارول بنیادي واقعیتونه نه بدلوي وویل
ایران د اټومي وسلو د پراختیا او د بندیز د تړون این پي ټي (NPT))د یوه موسس لاسلیک کونکي په توګه په کامل ډول د اټومي سونګو د څرخې د لرلو حق لري.
هغه په خپلې ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل زه په اصولي توګه د رسنیو له لارې د خبرو اترو د کلي عناصرو په هکله د استدلال له وړاندې کولو ډډه کوم.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل خو هغه څه چې غواړم ویې ویم دا دي چې د دروغو تکرارول بنیادي حقیقتونه نه بدلوي.
هغه وویل ایران د این پي ټي تړون د یوه موسس لاسلیک کونکي په توګه کامل د اټومي سونګو د کاملې څرخې د لرلو حق لري او په دې سربیره د این پي ټي تړون څو غړي هیوادونه شته چې یورانیم پخوي په داسې حال کښې اټومي وسلې هم په کامل ډول ردوي.
په دغه ډله کښې له ایران پرته څو اسیايي ، اروپايي او د جنوبي امریکا هیوادونه شامل دي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل له لمسونکو خبرو او چټي دریځونو څخه د بریالیتوب د چانس له تباه کیدا پرته بل هیڅ شی لاس ته نه راځي.
هغه وویل یوې معتبرې او پایدارې موافقې ته لاسرسی شته او یوازنی شی چې ضروري دی پریکنده سیاسي اراده او منصفانه تفکر دی.