سپين دروغ د بي بي سي د پردې تر شا فساد
یوه رسنۍ چې تل یې ځان د بې طرفۍ، صداقت او مسلکيتوب سمبول ښودلی، خو د دې ښکلي مخ تر شا ترخه او اندېښمنونکي حقایق پټ دي. له پراخی جنسي ناوړه ګټه اخیستنې نیولې تر جوړښتي تبعیض، د رسنیو پوښښ، او حتی له امنیتي ادارو او استعماري پالیسیو سره مستقیمه همکاري؛ بي بي سي یو ریکارډ لري چې یوازې په ښکلو شعارونو سره نشي له منځه وړل کېدای. اوس په ډیر تفصیل او مستند نظر سره دغو روایتونو ته د بیا کتنې وخت رارسیدلی دی.
د پیل کولو لپاره، غوره ده چې شاوخوا یوی لسیزی شاته لاړ شو. چیرته چې جیمي ساویل په بي بي سي کې د اخلاقو د سقوط سمبول په توګه راڅرګند شو. کیسه په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوه؛ کله چې د بي بي سي یو له خورا مشهورو او محبوبو شخصیتونو جیمي ساویل، مړ شو. هغه د کلونو لپاره د خپلو ماشومانو د پروګرامونو او خیریه فعالیتونو له لارې د ځان مثبت انځور وړاندې کړی و، خو د هغه له مړینې وروسته، یو بشپړ بل مخ څرګند شو.
د برتانوي پولیسو رسمي راپور ښودلې چې ساویل له ۴۰ کلونو په زیاته موده کې له ۵۰۰ زیاتو ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره ناوړه چلند کړی دی؛ جنسي تیري، چې ډیری یې د بي بي سي په سټوډیوګانو او دفتر کې شوي دي.
د جیمي ساویل د قضیی له افشا کیدو وروسته، بي بي سي، د عامه افکارو او تنظیم کونکو ادارو تر فشار لاندې، د قاضي جینټ سمیت په مشرۍ یوه خپلواکه کمیټه جوړه کړه. کمیسیون په ۲۰۱۶ کال کې یو مفصل راپور خپور کړ چې پکې معلومه شوه چې بي بي سي د ساویل د چلند په اړه له پرله پسې خبرداریو خبر و، خو د کلتوري او مدیریتي دلایلو له امله یې له پامه غورځولی و.
خو اصلي پوښتنه دا ده: ولې، د سازمان دننه له پرله پسې خبرداریو سره سره، هیچا ساویل له خپلو مجرمانه فعالیتونو له دوام منع نه کړ؟ ځواب باید په داسې کلتور کې ولټول شي چې چوپتیا، محرمیت او د اخلاقي مسؤلیت په پرتله د سازمان د انځور ساتنې ته لومړیتوب ورکوي.
دې لړزونکي جوتیدا د ورته رسوایوه لړۍ پیل کړه. د بي بي سي نور ی رسنیزې څیرې ، په شمول د سټوارټ هال، له ورته تورونو سره مخ وې. په ۲۰۱۳ کال کې، سټوارټ هال، چې په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې د بي بي سي یو مجری و، د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ په ضد د دوو غیر اخلاقي جنسي چلندونو له امله په بند محکوم شو؛ هغه بیا په ۲۰۱۴-۲۰۱۵ کال کې د غیرقانوني جنسي تیري په تور محکوم شو.
رولف هاریس له ساویل وروسته د بي بي سي تر ټولو بدنام وړاندې کوونکی و؛ هغه په ۲۰۱۴ کال کې د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې د جنسي تیري د نهو تورونو له امله په پنځه کاله او نهه میاشتې بند محکوم شو.
ټیم ویسټ ووډ، چې په ۱۹۹۴ کال کې له بي بي سي سره یوځای شو، په ۲۰۲۲ کال کې د ۱۹۹۲ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د اوو ښځو لخوا د جنسي ځورونې تور ولګول شو.
که څه هم ویسټ ووډ دا تورونه رد کړل، خو برتانوي پولیسو د ۲۰۲۲ کال په اګست کې تایید کړه چې دوی د تورونو په اړه څېړنه کوي او تر اوسه یې هغه نه دی نیولی.
دا د بي بي سي په ټلویزیوني شبکه کې یوازې ځینې خورا مهمې جنسي رسوایی وې.
بي بي سي په دې وروستیو کې د سختۍ رسوايي او د هیو ایډورډز لخوا له ماشومانو د ناوړه ګټه اخیستنې له اعتراف سره مخ شوه.
ایډورډز د لندن په ویسټ منسټر مجسټریټ محکمه کې اعتراف وکړ چې د ماشومانو ۴۱ ناوړه انځورونه لري. د څارنوالانو په وینا، د بي بي سي پخواني مجری په خپل موبایل کې ټولټال ۳۷۷ جنسي او فحش انځورونه درلودل، چې ۴۱ یې د ماشومانو غیر اخلاقي او غیرقانوني انځورونه وو.
د بي بي سي دا کیسې یوازې په تیرو وختونو پورې محدود ې نه دي. په وروستیو کلونو کې، دا شبکه په کارځای کې د تبعیضي کلتور د شتون له امله ډیر وختونه تر سختو نیوکو لاندې راغلې ده. په ۲۰۱۷ کال کې،په چین کې د شبکې لوړ پوړې خبریالې کیري ګریسي ، د ځان او د خپلو نارینه همکارانو ترمنځ د معاش نابرابرۍ افشا کولو وروسته استعفا ورکړه. هغه بي بي سي د مساوات قانون او د جوړښتي تبعیض په شتون تورنه کړه. د هغې په وینا، په معاش کې څرګند توپیر او په دې برخه کې د محرمیت کلتور د شفافیت او جنسیتي عدالت په اړه د رسنیو د ادعاوو سره په ټکر کې و.
خو دا یوازې یوه بیلګه نه ده. له ښځینه کارمندانو سره د غیر عادلانه چلند، د جنسي ځورونې شکایتونو ته د نه پاملرنې، او د بشري سرچینو مدیریت کې د دوه ګوني معیارونو د خپریدو ډیرراپورونه شتون لري، په ځانګړي توګه په سپورت او تخنیکي سکتورونو کې.
د مثال په توګه، د ټینس پخوانۍ اتله مارتینا ناوراتیلووا څرګنده کړه چې هغې ته د ویمبلډن ټورنمنټ په راپور کې د خپل نارینه سیال جان مک اینرو په پرتله لس ځله کم معاش ورکړل شوی و. په ځواب کې، بي بي سي دا توپیر "لویې تجربې" ته منسوب کړ؛ یوه توجیه چې ډېرو یې د منلو وړ ونه ګڼله.
په یوه بله قضیه کې، کریس ایوانز، چې په شبکه کې یو مشهور وړاندې کوونکی و او په کال کې یې له دوه ملیون پونډو ډیر معاش درلود، د جنسي ځورونې تور ولګول شو. که څه هم په پولیسو کې دوسیه وتړل شوه، خو بي بي سي په دې اړه کومه خپلواکه داخلي څېړنه نه ده کړې. دې عمل یو ځل بیا وښودله چې د بي بي سيله بحرانونو سره د چلند کولو نمونه په انکار او په خاموشۍ سره تیریدو باندې ولاړه ده.
بله مهمه مسله د معلوماتو په برخه کې د بي بي سي چلند دی. دې رسنۍ تل په خپل بې طرفۍ او خپلواکۍ ټینګار کړی، خو ډېر شواهد ښيي چې دا ادعاوې له واقعیت لیرې دي.
د ۲۰۱۹ کال د برتانیا د عمومي ټاکنو په بهیرکې، څارونکی اورګان افکام وویل چې بي بي سي په خپلو ځینو خبرونو پوښښ کې تعصب ښودلی او سیاسي تحلیل کې یې د ځانګړو ګوندونو په ګټه تعصب درلود.
په ۱۴۰۱ کال کې په ایران کې د سیاسي پیښو په بهیرکې، د بي بي سي د فارسي ژبې شبکه هم تر نیوکو لاندې ورغله. د ارشیف انځورونو کارول، یو اړخیزې کیسې، او د عامه احساساتو پارول سبب شول ډیر خلک د هغې فعالیت غرضي او تحریف کونکی وبولي . حتی د بي بي سي ځینو پخوانیو خبریالانو،له معتبرو خپرونو سره په خبرو اترو کې، دا ومنله چې دوی ته امر شوی و چې د خبرونو محتوا په یوه ځانګړي تعصب سره تنظیم کړي، په ځانګړې توګه د روسیې او چین په څیر هیوادونو په وړاندې.
خو د بي بي سي په اړه د رسنیو یو له مهمو سرغړونو او اندیښمنونکیو حقایقوله امنیتي ادارو او استعماري پالیسیو سره مستقیمه همکاري ده. تاریخي اسناد ښیي چې بي بي سي نه یوازې یوه خپلواکه رسنۍ نه ده، بلکې ځینې وختونه یې په مؤثره توګه د برتانوي استعماري پالیسیو د تبلیغاتي څانګې په توګه هم کار کاوه.
په ۱۹۵۰ لسیزه کې، افشا شویو اسنادو له MI6 جاسوسي ادارې سره د شبکې همکاري څرګنده کړه. د دې همکارۍ هدف دا وو چې داسې مواد تولید او خپاره کړي چې د برتانوي حکومت د استعماري پالیسیو توجیه او پیاوړتیا وکړي.
په ۲۰۰۳ کال کې د عراق د جګړې پر مهال، بي بي سي په داسې ډول عمل وکړ چې د ټوني بلیر د حکومت د اهدافو په پرمختګ کې یې مرسته وکړه او په پراخه کچه یې دې غلطې ادعا ته پوښښ ورکړ چې عراق "د ډله ییزې وژنې وسلې لري". که څه هم وروسته دا ادعا بې بنسټه ثابته شوه، بي بي سي یوازې یو څو اصلاحي راپورونه خپاره کړل او هیڅکله یې رسمي بخښنه ونه غوښتله.
نن ، ډیر شنونکي پدې باور دي چې د بي بي سي په څیر رسنۍ د دې سیاسي سیسټم د تبلیغاتي څانګې رول لوبوي، لکه څنګه چې ناټو د لویدیځ پوځي څانګه ګڼل کیږي.
د فلسطین او اسراییلو د شخړې په اړه د پوښښ په برخه کې د بي بي سي چلند هم په پراخه کچه تر نیوکو لاندې راغلی دی. په ډیرو مواردو کې، شبکې د فلسطیني خلکو د کړاوونو له مستقیم منعکس کولو ډډه کړې او خپلې کیسې یې د واقعیت پرځای د رسمي لویدیځ دریځونو منعکس کولو لپاره تنظیم کړې دي.
په غزه باندې د اسراییلو د بریدونو پر مهال، بي بي سي د بمبار شویو روغتونونو او ښوونځیو د ویرونکي انځورونو له خپرولو ډډه وکړه. د شبکې پخوانیو خبریالانو ویلي چې دوی ته امر شوی چې د هغو صحنو له خپرولو ډډه وکړي چې ممکنه ده د اسراییلو منفي انځور وړاندی کړي "د بې طرفۍ ساتلو لپاره". دا په داسې حال کې ده چې منتقدین په دې باور دي چې دا چلند له هدفمند سانسور پرته بل څه نه دي.
په غبرګون کې، د بي بي سي مرکزي دفتر مخې ته ګڼ شمېر احتجاجي غونډې ترسره شوې، او دا رسنۍ د حقایقو په پټولو او تحریف کولو تورنه شوې ده.
په پای کې، باید پوښتنه وشي : کله چې باور کمزوری شي او هغه رسنۍ چې د شفافیت، عدالت او بې طرفۍ ادعا کوي، په ناوړه ګټه اخیستنې، تبعیض، پټونې او امنیتي همکارۍ ککړه شي، نو د خلکو باور به څه وي؟
هغه څه چې مونږ پدې پروګرام کې وجاجول د هغې رسنۍ د جوړښت انځور دی چې په هغو اصولو سره وفادار پاتې کیدو کې پاتې راغلی چې تبلیغ یې کوي. جیمي ساویل یوازې یو کس نه و؛ دا د یوه داسې جوړښت سمبول و چې غوره ګڼي چې حقیقت پټ کړي ترڅو خپل ظاهري اعتبار زیانمن نه کړي.
د رسنیو د لیدونکو په توګه، مونږ باید خبرونه په خلاصو سترګو او انتقادي ذهن سره ووینو . په رسنیو باور باید ړوند نه وي؛ په ځانګړې توګه کله چې شواهد د دوی د ادعاوو برعکس څرګندوي.
ستاسو د ملاتړ مننه. که تاسو دا پروګرام ګټور بولو، نو له نورو سره یې شریک کړئ. تل په ژور تحلیل سره د حقیقت خیال وساتۍ .