د ایران د ۳۱مې دورې اټومي کنفرانس ترسره کېدل څه اهمیت لري؟
(last modified Wed, 14 May 2025 08:43:45 GMT )
May 14, 2025 13:13 Asia/Kabul
  • د ایران د ۳۱مې دورې اټومي کنفرانس ترسره کېدل څه اهمیت لري؟

پارس ټوډې - د ایران د ۳۱مې دورې اټومي کنفرانس، د علمي نخبګانو، خصوصي سکټور او د ایران د ځوانو ساینسپوهانو په ګډون، د مشهد په مقدس ښار کې پیل شو.

دا کنفرانس د سه‌شنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې په ۱۳مه، د اټومي انجمن په هڅو او د ایران د اټومي انرژۍ سازمان په ملاتړ سره، د مقدس مشهد ښار په کوربه‌توب ترسره کېږي. د دې دورې د کنفرانس اصلي محورونه لکه «د وړانګو کارول او د وړانګو نوې ټکنالوژي»، « فزیک او د اټومي او پلازما ټکنالوژي»، «اټومي راکټورونه او کوانټومي ټکنالوژي»، «د سون توکو دوره او اټومي مواد» او همدارنګه «اټومي حاکمیت او دوامداره پرمختګ» شامل دي.

دا علمي غونډه، د نظرونو تبادلې، د نویو لاسته راوړنو وړاندې کولو او د اټومي علومو او ټکنالوژۍ په برخه کې د ملي همکاريو د پراختیا لپاره یو فرصت دی. د لومړۍ ورځې په موضوعاتو کې «په نړۍ کې تحقیقاتي راکټورونه او د هغوی کارونې»، «د تهران په راکټور کې د نوټروني انځور اخیستنې سیسټم معرفي کول»، «د تهران په راکټور کې د سون توکو آزموینه»، «د تهران په راکټور کې د راډیو ایزوټوپ تولید او قیمتي ډبرو ته وړانګې ورکول» او «د اصفهان تحقیقاتي راکټورونو معرفي کول» شامل وو.

د ایران د ۳۱مې دورې اټومي کنفرانس د لومړۍ ورځې په څنډه کې، «د اټومي څارنې یو مرکز» په رسمي توګه معرفي شو. په دې کنفرانس کې له ۱۲۰۰ څخه زیات د اټومي صنعت فعالین، په شمول د پوهنتونونو استادان، محصلین، خصوصي سکټور او د اټومي صنعت یو شمېر مدیران او ساینسپوهان ګډون لري.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مرستیال «جواد کریمي ثابت» د دې کنفرانس د لومړۍ ورځې په څنډه کې وویل: دا کنفرانس د خپل وخت په پلان سره ترسره کېږي او د خبرو اترو په چوکاټ کې نه دی جوړ شوی. هغه پیغام چې ترې اخیستل کېږي دا دی چې کله لوېدیځوال د دې آثارو تنوع ته ګوري، دا ښيي چې دا ټکنالوژي په ټول هېواد کې ریښې لري او له هېواده نشي ایستل کېدای.

د اټومي انرژۍ سازمان مرستیال زیاته کړه: اټومي صنعت ډېر نور صنعتونه تر خپل اغېزې لاندې راولي. دا ټکنالوژي په فضايي، سمندري او ټرانسپورټي برخو کې کارېدلای شي. په یقین سره د دې ټکنالوژۍ وده کولای شي د ټول هېواد ایکوسیستم ته وده ورکړي. 

د ایران د ۳۱مې دورې اټومي کنفرانس ترسره کېدل، له کورنیو او نړیوالو اړخونو څخه اهمیت پیداکوي. دا کنفرانس د ایران تر ټولو لویه علمي پېښه او د اټومي علومو او ټکنالوژۍ په برخه کې تر ټولو معتبره علمي غونډه ده، چې د سلګونو متخصصینو، استادانو، محصلینو، څېړونکو او د اټومي صنعتونو استازو په ګډون ترسره کېږي او د علمي همغږۍ په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي.

په دې کنفرانس کې له ۵۲۰ څخه زیاتې علمي مقالې وړاندې کېږي، چې په دې مقالو کې د اټومي همجوشۍ (Fusion )، کوانټومي ټکنالوژۍ، د پاکې انرژۍ د سون توکو دوره او په طب او اټومي صنعت کې د وړانګو د کارونې په برخو کې وروستۍ موندنې شاملې دي. د دې علمي غونډې ترسره کېدل به د ایران د معتبر پوهنتونونو او دولتي او صنعتي بنسټونو ترمنځ همکاري پیاوړې او د علمي او اجرایي مرکزونو ترمنځ تعاملات به هم زیات کړي.

د دې کنفرانس یو روښانه او مهم ټکی، د محصلینو او ځوانو محصلینو پراخ ګډون دی، چې د دوی ګډون به د ایران د اټومي متخصصینو د راتلونکي نسل د روزنې زمینه برابره کړي. د نوي پلان له مخې، دا کنفرانس به هر دوه کاله یو ځل او په نړیواله کچه ترسره شي، چې دا د علمي ډیپلوماسۍ او په راتلونکي کې د بهرنیو همکاريو د جلبولو لپاره د هدف ټاکلو ښکارندویي کوي.

په ټولیز ډول، د ایران د ۳۱مې دورې اټومي کنفرانس ترسره کېدلو څخه دا پایله اخیستل کېږي، چې د ایران اسلامي جمهوریت په علمي، اقتصادي او صنعتي برخو کې د خپل سوله‌ایز اټومي پروګرام لپاره په راتلونکو کلونو کې په پراخه کچه پلان‌جوړونه کړې ده. د علمي نخبګانو، خصوصي او دولتي سکټورونو ګډون به په ایران کې د اټومي صنعت د همکارۍ او پراختیا بهیر چټک کړي.

د دې کنفرانس ترسره کېدل، همدارنګه دا حقیقت هم ښيي چې د ایران د ځوانو نخبګانو نسل، د لوېدیځ د ټولو بندیزونو او خنډونو سره سره، د اټومي صنعت په بېلابېلو برخو کې علمي تولید ته دوام ورکوي او په دې لاره کې ورځ تر بلې له نویو نظرونو سره توانمند او بریالي عمل کوي.

د ایران د ۳۱مې دورې د اټومي کنفرانس ترسره کېدل، د ایران د اټومي صنعت د ودې او پراختیا او د هغې په طبي، درمل جوړونې او صنعتي برخو کې د کارونې اهمیت ښيي، چې په سیمه کې د اټومي صنعت په پرمختګ کې د ایران د مخکښ نښه ده.