اوو اروپايي هیوادونو د غزې تړانګې د کلابندۍ د ختمیدا غوښتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی اوو اروپايي هیوادونو د یوې ګډې خبرپاڼې پيه خپرولو سره د صهیونیسټ رژيم لخوا د غزې تړانګې د کلابندۍ د سمدستي ختمولو ، د پوځي عملیاتو د بندولو ، د بشر دوستانه مرستو د استولو د اسانتیا د برابرولو او د اوربند لپاره خبرو اترو ته د بیرته ستنیدا غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ که چیرې سمدستي اقدام ونشي په زرګونو فلسطینیان به په راتلونکو ورځو او اونیو کښې د لوږې له کبله مړه شي.
په هغه بیانیې کښې چې پرون د اروپا د اوو هیوادونو ایرلینډ، اسپانیا، ناروې ، ایسلینډ ، سلوانیا، لوګزامبورګ او د مالټا هیواد لخوا خپره شوي ویل شوي دي مونږ د دې غوښتونکي یوو چې اسرائیل سمدستي خپل اوسنی سیاست بدل کړي او د فلسطینیانو پرضد د نورو پوځي عملیاتو له ترسره کولو ډډه وکړي او په کامل ډول د غزې تړانګې کلابندۍ ختمه کړي په دې ډول چې بشر دوستانه مرستې په امنه ، چټک او له کوم خنډ پرته د نړیوالو ارګانونو لخوا د بشر دوستانه اصولو پراساس په ټوله غزه کښې وویشل شي.
دغو اوو اروپايي هیوادونو په دغه بیانیې کښې چې یوه نسخه یې د ایرلینډ د حکومت لخوا خپره شوي هم ده ټینګار وکړ مونږ به د بشر جوړې د هغه انساني غمیزې په وړاندې چې زمونږ د سترګو په وړاندې په غزې کښې د رامینځته کیدا په حال کښې ده چوپتیا غوره نکړو.
تراوسه له پنځوسو زرو زیات فلسطیني سړي ، ښځې او ماشومان وژل شوي او د سمدستي اقدام د نه ترسره کیدا په بڼه کښې ډیر نور کسان ممکنه ده چې راتلونکو ورځو او اونیو کښې د لوږې له کبله مړه شي.
په دغه بیانیې کښې ویل مونږ به د فلسطین د ملت د برخلیک د ټاکلو له حق څخه ملاتړ کولو ته دوام ورکړو او د ملګروملتونو په چوکاټ او د عربو او د اسلامي هیوادونو او د عربو اتحادیې په ملګرتیا سره به سوله ئیزې او پایدارې حل لارې ته د رسیدا لپاره هڅه وکړو.