متحده عربي اماراتو او عربستان ته د الحوثي خبرداری
(last modified Fri, 23 May 2025 01:55:59 GMT )
May 23, 2025 06:25 Asia/Kabul
  • متحده عربي اماراتو او عربستان ته د الحوثي خبرداری

پارس ټوډې - د یمن د انصارالله سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي، متحده عربي اماراتو او عربستان ته د خبرداري ترڅنګ وویل چې دوی بايد د یمن په اړه د خپلو هر ډول اقداماتو په اړه ښه فکر وکړي.

د یمن د انصارالله سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي له المسیره ټلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړه: که پر یمن باندې د امریکا د بریدونو بندېدل، د یمني وسلو او د دوی د دقیقو هدفونو له امله دي، نو هر څومره چې واټن لنډ وي، د هدف په نښه کول به هم زيات شي او متحده عربي امارات او عربستان بايد په دې اړه ښه فکر وکړي.

د یمن د انصارالله غورځنګ مشر سيد عبدالملك بدرالدين الحوثي وویل: تېره اونۍ په غزې کې د فلسطیني وګړو لپاره د تر ټولو خونړۍ او ناورینوونکي دورو څخه وه چې د نړیوالې ټولنې له بې پروایۍ سره مل وه.

سيد عبدالملك بدرالدين الحوثي ټینګار وکړ: زموږ دوره د بشريت د تاریخ له تر ټولو تیاره دورو څخه ده چې د انسانانو پر وړاندې د ظلم په تړاو د بې پروایۍ له شرم سره مل ده. په دې اونۍ کې په غزه کې له درې زرو ډېر فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي چې ډېری یې مېرمنې او ماشومان دي. د دې اونۍ تلفات د تېرو شپږو میاشتو تر ټولو لوړ رقم دی او لا هم د ډېرو شهیدانو جسدونه د خاورو لاندې دي او ځینې یې په عامه لارو کې پراته دي.