لوی اختر په الهي دربار کښې د عبادت ترټولو خالصانه بیلګه ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i161062-لوی_اختر_په_الهي_دربار_کښې_د_عبادت_ترټولو_خالصانه_بیلګه_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د لوی اختر او د یوه معبود په وړاندې د بندګۍ د اختر په مناسبت د اسلامي هیوادونو خلکو او مشرانو ته مبارکۍ وویله.
(last modified 2025-06-06T07:03:13+00:00 )
Jun 06, 2025 11:27 Asia/Kabul
  • لوی اختر په الهي دربار کښې د عبادت ترټولو خالصانه بیلګه ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د لوی اختر او د یوه معبود په وړاندې د بندګۍ د اختر په مناسبت د اسلامي هیوادونو خلکو او مشرانو ته مبارکۍ وویله.

هغه په یوه پیغام کښې د اسلامي هیوادونو خلکو او مشرانو ته د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره وویل لوی اختر د عبادت تر ټولو خالصانه بیلګه او د خدای په وړاندې د تسلیمیدا او د سرشیندنې نښه او په الهي امتحان کښې د حضرت ابراهیم علیه السلام د سرلوړۍ ورځ ده.

د ایران ولسمشر پزشکیان د لوی اختر د مبارکۍ په دغه پیغام کښې یادونه وکړه هیله من یم د دغه نیکمرغه اختر په برکت له مخکې څخه زیات د اسلامي امت د سرلوړۍ او د مسلمانانو د زیاتیدونکي وحدت او پیوستون کتونکي ووسو او د اسلام د مبین دین او د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانبیه تعلیماتو په سیوري کښې په بیلابیلو ډګرونو کښې د پراختیا او د پرمختګ لاره کچ کړو.

له دې مخکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سعودي عربستان ، د مصر ، د ازبکستان ، د تاجیکستان ، د قزاقستان، د مالیزیا ، د عراق ، د ترکیې ، د اذربایجان جمهوریت ، د کویت، د قطر ، د عمان او د ترکمنستان په شمول د اسلامي هیوادونو له مشرانو سره په جلا جلا ټيلي فوني تماسونو  کښې د لوی اختر مبارکي وویله او د ایران د ولسمشر همڅنګو هم د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا او د ژورتیا پرضرورت ټینګار وکړ.