عراق په سوریې کښې د ایت الله سیستاني په دفتر یرغل وغاند
مهر خبري اژانس راپور راکړی عراق په سوریې کښې د ستر دیني عالم او مرجع ایت الله سیستاني په دفتر باندې د تکفیریانو په حملې باندې سخت اعتراض وکړ.
په دمشق کښې د عراق سفارت پرون د ستر دیني مرجع ایت الله سیستاني په دفتر باندې په یرغل خپله ژوره اندیښنه او سخت اعتراض اعلان کړ.
په سوریې کښې د عراق سفارت په یوې بیانیې کښې وویل یوشمیر کسانو چې ادعا یې کوله د سوریې د عمومي امنیت ادارې غړي دي په تیرې سه شنبې ورځې مازیګر د ایت الله سیستاني په دفتر یرغل وکړ او هلته وجود وسائیل او شیان یې غلا کړل او په دفتر کښې د موجودو کسانو سپکاوی یې وکړ او هغوې ته یې کنځلې وکړې.
په دمشق کښې د عراق سفارت ټینګار وکړ چې دغه اقدامات لمسونکي دي او په عراق او دنیا کښې د ستر مذهبي مرجعیت د میلیونونو پیروانو احساسات یې داغي کړي دي او دا د دغه ستر مذهبي مشر پيژندل شوي مذهبي مقام ته سپکاوی دی کوم چې په اعتدال ، حکمت ، نرم کړچار او اخلاقو مشهور دی.
د عراق سفارت د سوریې په چارواکو غږ وکړ چې له خلاف ورزۍ کونکو کسانو سره چلند وکړي او د دا ډول اقداماتو د تکرار مخه ونیسي.