د فلسطین مبارزانو په اسرائیلو رژیم د توغندي حمله وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم سرچینو راپور ورکړ چې د فلسطین له غزې تړانګې څخه یو توغول شوی توغندی بیګا مازیګر په «کیبوتس نیرم» سیمه کښې په یوې ودانۍ ولګید او تاوانونه یې ورسول.
د اسرائیلو دولسم ټیلي ويژن چینل په دې هکله وویل دغه توغندی په هغه کوڅې کښې وغورځید چیرې چې کورونه د بیا رغونې په حال کښې دي او دغه کورونه د دوه زره درویشتم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې د اومې نیټې د عملیاتو په وخت تباه شوي وو.
څو ساعته مخکې د اسرائیلو رسنیو د غزې تړانګې په خوا وشا ښارګیو کښې د راکټي حملې د سایرنونو د فعالیدا خبر ورکړ.
مخکې هم د یمن د مقاومت ځواکونو د توغندي په ویشتلو سره په نیواکي ټاټوبي اسرائیلو برید وکړ او د یمن د پوځ ویاند جنرال یحیی سریع وویل چې په تل اویو کښې په بن ګوریون هوايي ډګر یې د یوه بلاسټیک توغندي حمله کړي ده.
هغه وویل دغه حمله په کامل بریالیتوب سره شوي ده او په بن ګوریون هوايي ډګر کښې د هوايي تګ راتګ د بندید او پناه ځایونو ته د تل اویو د وسیدونکو د پراخې تښتې سبب شوي ده.