د اسرائیلو نیواکګر رژیم نن سهار بیا شپږ فلسطینیان شهیدان کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی صهیونیسټ نیواکګر رژيم نن سهار وختي بیا په غزې تړانګه کښې په وحشیانه حملو کښې شپږ نور فلسطینان شهیدان کړل.
دغه راز د اسرائیلو دیکتاتور لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وویل چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره زما کتنه په غزې کښې د اسرائیلي بندیانو د خوشي کولو د هڅو په هکله متمرکزه وه.
نتانیاهو د حماس غورځنګ د پوځي او د حکومتي وړتیاو د له مینځه وړلو لپاره په خپلې ارادې ټینګار وکړ.
د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو چې یو دروغجن او بزدل سړی دی وویل چې ما د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره په ایران باندې د ستر بریالیتوب د امکاناتو او د پایلو په هکله هم غور وکړ.
دا په داسې حال کښې دي چې اسرائیلو د ایران پرضد په دولس ورځني جنګ کښې سخته ماتي خوړلي ده او اوس د دنیا ټول خلکو ته د اسرائیلو د جعلي رژیم حقیقي څیره ورښکاره شوي ده.
د امریکا ولسمشر ټرامپ په څلرویشتو ساعتونو کښې د دوهم ځل لپاره د اسرائیلو له لومړي وزیر نتانیاهو سره کتنه وکړه چې په غزې کښې د اوربند د موافقې په هکله ورسره خبرې وکړي.
د امریکا د ولسمشر او د اسرائیلو د لومړي وزیر ترمینځ دغه دوهمه کتنه یوه ساعته روانه وه او خبریالانو ته اجازه نه وه ورکړل شوي چې هلته حاضر شي.
دغه راز د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون چې بریتانیا ته په رسمي سفر تللی دی د انګلستان ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته په وینا کښې په غزې تړانګه کښې د غیر مشروطه اوربند غوښتنه وکړه.
مکرون په بریتانیا ټینګار وکړ چې د فلسطین د خپلواکه هیواد په رسمیت د پيژندلو لپاره له فرانسې سره په ګډه کار وکړي او دغه چاره یې د سولې لپاره یوازنۍ لاره وبلله.