له متحده عربي اماراتو د اسرائیلو ډیپلوماټان وتلي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل صهیونیسټ رژیم خپل زیات ډيپلوماټان له متحده عربي اماراتو ایستلي دي.
د صهیونیسټ رژيم څلرویشتم ټیلي ویژن په یوه راپور کښې وویل د اسرائیلو رژیم له متحده عربي اماراتو خپل زیات ډيپلوماټان ایستلي دي.
د دغه راپور پراساس صهیونیسټ رژيم متحده عربي اماراتو ته د خپلو ښاریزو د سفر په هکله خبرداری ورکړی.
د صهیونیسټ رژیم دولسم ټیلي ويژن هم مخکې ایشوا کړه چې په متحده عربي اماراتو کښې د اسرائیلو رژیم سفیر او د لومړي وزیر د دفتر پخوانی مشر «یوسي شلي» به د اخلاقي رسوايي په دلیل له خپلې څوکۍ زر څنګ ته شي او تل اویو ته به ورستون شي.
نیواکي ټاټوبو ته د اسرائیلو د سفیر بیرته ستنیدل په داسې حال کښې ترسره کیږي چې په متحده عربي اماراتو کښې د هغه د سفیر کیدا په پړاو کښې د نوموړي کړچار جنجالونه رامینځته کړي دي.