ایران د بریتانیا د غیرقانوني بندیزونو غندنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163636-ایران_د_بریتانیا_د_غیرقانوني_بندیزونو_غندنه_وکړه
پارس‌ ټوډې - په لندن کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د یوې سختې اعلامیې په خپرولو سره، د بریتانیا د حکومت له خوا پر ځینو ایراني بنسټونو او اشخاصو د لګول شویو غیرقانوني او یو اړخیزو بندیزونو غندنه وکړه.
(last modified 2025-08-22T01:02:07+00:00 )
Aug 22, 2025 05:30 Asia/Kabul
  • ایران د بریتانیا د غیرقانوني بندیزونو غندنه وکړه

پارس‌ ټوډې - په لندن کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د یوې سختې اعلامیې په خپرولو سره، د بریتانیا د حکومت له خوا پر ځینو ایراني بنسټونو او اشخاصو د لګول شویو غیرقانوني او یو اړخیزو بندیزونو غندنه وکړه.

د پنجشنبې په ورځ د ایران سفارت په اعلامیه کې راغلي: د بریتانیا حکومت د بې‌بنسټه بهانو او بې‌ثبوته تورونو په استناد سره، دا بندیزونه لګولي دي؛ دا اقدام د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د دولتونو ترمنځ د دوستانه اړیکو او همکارۍ د نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی او یوازې دوه اړخیزو اړیکو ته زیان رسوي او بې‌باوري زیاتوي.

په لندن کې د ایران سفارت زیاته کړه: هغه څه چې په ریښتیا د سیمې او نړۍ سوله او امنیت ګواښي، د صهیونیسټي رژیم تجاوزکارانه کړنې او جنایتونه دي؛ هغه رژیم چې د تیري، نسل‌وژنې، جنګي جنایتونو او د بشریت پر وړاندې جنایتونو په شمول د نړیوالو جنایتونو په ترسره کولو سره ټولې سرې کرښې ماتې کړي او د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي عامل دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د خپلو غیرسازنده دریځونو په دوام، اعلان کړی چې یو شمېر ایراني سوداګریز او پیټروکیمیکل شرکتونه یې د بندیزونو په لیست کې اضافه کړي دي.