اسرائیلو په غزې او لویدیځې غاړې بیا یرغلونه وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو نیواکګر رژيم په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې باندې بیا یرغلونه وکړل او څو فلسطینیان یې شهیدان او ژوبل کړي دي.
د غزې تړانګې او د لویدیځې غاړې بیلابیلې سیمې بیګا شپه هم د صهیونیسټ رژيم د څاروي ډول پوځي یرغلونو، د خونړیو جنګونو او د خلکو د کورونو د ورانیدا او د یوشمیر فلسطینیانو د شهیدیدا کتونکي وې.
د صهیونیسټ رژیم پوځ نن سهار وختي د غزې تړانګې او د لویدیځې غاړې په دوو جبهو کښې پراخې حملې پیل کړې چې له کبله یې څو فلسطینیان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شوي دي.
صهیونیسټ رژيم له زغرګاډو او بې پایلوټه الوتکو په کار اخیستلو سره د غزې ښار په ختیځو سیمو کښې د کورونو د ړنګونو اقدام وکړ.
دغه راز د اسرائیلو د نیواکګر رژيم پوځیانو د خان یونس ښار په ختیځ باندې هم د توپونو ډزې وکړې.
په لویدیځې غاړې کښې د نابلس په ختیځ کښې پروت بیت فوریک ښارګي کښې هم د اسرائیلو د نیواکګرو پوځیانو او د فلسطیني ځوانانو ترمینځ سخت جنګونه وشول چې پکښې جنګي مرمې ، اوښلن ګازونه او غږیز بمونه وکارول شول.
د فلسطین د روغتیا وزارت وویل په دغو جنګونو کښې اولس کلن فلسطیني ځوان جمیل عاطف جمیل حنني شهید شو.