د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مصوبې تصویبیدل ستره غلطۍ ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167180-د_اټومي_انرژۍ_د_نړیوال_اژانس_د_مصوبې_تصویبیدل_ستره_غلطۍ_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ویانا کښې دیره په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي نمایندګۍ د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په راتلونکي غونډې کښې د لویدیځو هیوادونو د سیاسي کارۍ د دوام په هکله خبرداری ورکړ او ډاګینه یې کړه د ایران پرضد د پریکړه لیک تصویبیدل د اسنیب پیک د سازوکار له فعالولو وروسته یوه بله ستره غلطۍ ګڼل کیږي.
(last modified 2025-11-15T02:34:35+00:00 )
Nov 15, 2025 03:43 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مصوبې تصویبیدل ستره غلطۍ ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ویانا کښې دیره په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي نمایندګۍ د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په راتلونکي غونډې کښې د لویدیځو هیوادونو د سیاسي کارۍ د دوام په هکله خبرداری ورکړ او ډاګینه یې کړه د ایران پرضد د پریکړه لیک تصویبیدل د اسنیب پیک د سازوکار له فعالولو وروسته یوه بله ستره غلطۍ ګڼل کیږي.

د ایران نمایندګۍ په «ایکس» پاڼه کښې د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل امریکا او درې اروپايي هیوادونه اراده لري د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په راتلونکي اونۍ غونډه کښې د ایران پرضد یو پریکړه لیک وړاندې کړي.

دغه اقدام چې د اسنیپ بیک د سازوکار له فعالولو وروسته یوه بله ستره تیروتنه ده د واکمنې شورا د سیاسي کولو لپاره یوه قصدي او نوي هڅه هم ګڼل کیږي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا  غونډه به په راتلونکي چهارشنبې ورځ په ویانا کښې وشي.

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ درې اروپايي هیوادونه اراده لري د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په راتلونکي غونډه کښې د داسې پریکړه لیک مسوده وړاندې کړي چې دایران په اټومي فعالیتونو باندې د اندیښنو په چورلیزتوب سره برابره شوې او د ایران د یورانیمو د زیرمو د حالت په هکله د پرله پسې راپورونو د ورکولو او د نویو محدودیتونو د لګولو غوښتنه پکښې شوې ده.

دغه مسوده د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائل ګروسي د راپور پراساس برابره شوې ده کوم چې د ایران د اعلان شویو اټومي موادو د زیرمو په هکله دقیقو اطلاعاتو ته د اټومي اژانس د سمدستي لاسرسي پرضرورت باندې تینګار لري.