آیا امریکا په کارایب کې جنګي جنایت کړی دی.؟
-
په کارایب سمندر کې د امریکا د پوځ حمله
پارسټوډی - یوه ویډیو خپره شوې چې ښئي د امریکا پوځ په کارائيب سمندر کې حمله کړې ده ، کومه چې څرګندوي چې د لومړۍ حملې نه پاتې شوي کسان د خپلو لاسونو په او چتولو سره د مرستې غوښتنه کوي، خو بیا هم له دوهمې حملې سره مخ کیږي او وژل کیږي. دغه عمل کیدای شي د جنګی جنایت په توګه وپیژندل شي.
د پارسټوډی راپور په حواله، د CBS ټیلویژني چینل نن د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی،یوه ویډیو چې تازه د امریکا د کانګریس غړو ته ښودل شوې، ښئي چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په پیل کې د امریکا د پوځ لخوا په یوې کشتئ حمله شوې چې د نشه ایزو موادو په قاچاق کې ښکیله ګڼل شوې وه. د لومړۍ حملې له پای وروسته، دوه کسان چې له دغې حملې څخه ژوندي پاتې شوي وو، پر دوي له دوهمې حملې مخکې ئې د خپلو لاسونو په او چتولو سره د مرستې غوښتې کولې ، خو بیا هم ووژل شول. یوه سرچینه وایي، دغه عمل داسېب دلون کېدای شي چې دغو کسانو یا د مرستې غوښتنه کوله، یا ئې هڅه کوله چې د یوې بلې حملې مخه ونیسي.
د CBS د راپور په اساس، د سپتمبر په ۱۱ مه لومړنی حمله د امریکا د ټرمپ حکومت لخوا د کارایب سمندر په سیمې کې دنشه ایزو موادو پر قاچاق په شکمنو کشتیو باندې ترسره شوه. واشنګټن باور لري چې دغه عملیات د نشه ایزو موادو د قاچاق په ضد ضروري دي، خو نیوکه کونکي ئې وایي چې دغه اقدامات له حقوقي پلوه غیرقانوني دي.
د امریکا پوځ په دې اړه ویلي چې تر دې دمه ئې په دغو عملیاتو کې تر ۸۰ زیات کسان وژل شوي، چې له دې جملې ۱۱ کسان د سپتمبر دوهمې حملې پورې اړه لري. دغه عملیات بیا د یو راپور له خپریدو وروسته ارزول شوي دي ، کوم چې وایي امریکا په یوې بلې حملې کې دوه کسان ووژلي چې له لومړۍ حملې څخه ژوندي پاتې شوي وو.
ځینې ډیموکراټان او حقوق کارپوهان استدلال کوي چې د کښتۍ له غرقېدو پاتې کسانو وژل، کېدای شي د جنګی جنایت په توګه وپېژندل شي. په دې حال کې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت تایید کړې چې دوهمه حمله ترسره شوې، خو هغه په دې باور ده چې دغه حمله قانوني وه او د کشتئ د بشپړ له مینځّه وړلو لپاره ترسره شوې.