وطن او کډوالي ۲۲
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د وطن او کډوالۍ د لړۍ له (۲۲م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
کډوالي، یوه اقتصادي–ټولنیزه پدید ده چې یوازې د کار ځواک له یوه هېواده بل هېواد ته نه لېږدوي، بلکې د پانګې، پوهې او د تولید د کلتور بهیرونه هم بدلوي. اقتصادي څېړنې ښيي چې د پرمختګ پر بهیر د کډوالۍ اغېز د کار د بازار له جوړښت، د جذب له سیاستونو او د هر هېواد د پانګونې له تګلارو سره تړلی دی؛ یعنې لکه څنګه چې کولای شي د ودې او نوښت لامل شي، همدارنګه که سم پلان شتون ونه لري، د نابرابرۍ او د انساني پانګې د تېښتې سبب هم کېدای شي.
«نورا» نه شي کولای نورې ورځې په یاد راولي. هغه اوس په داسې ځای کې ده چې هوا تل د تمې خلاف لږه سړه وي. د هغې لاسونه، هغه لاسونه چې یو وخت یې کولای شو تر ټولو پېچلې معماري نقشې انځور کړي. هغه نقشې چې ټاکل شوې وه پراخ بدلونونه راولي. اوس یوازې د سهارنۍ ډوډۍ وزن پېژني. نورا هغه انجینیره وه چې په خپل خړ ښار کې یې یوه نېمګړې پروژه پرېښوده. نه د علاقې د کمښت له امله، بلکې د «اړتیا» د کمښت په دلیل.
هغه پوهېده که پاتې شي، د پوهې زینې به هغه تر کومه ورسوي: تر یوه دېواله پورې. اوس هغه په یوه سړه پخلنځي کې ولاړه ده او پوهېږي چې د ډوډۍ هره ټوټه چې پرې کوي، د هغه د هویت یوه برخه پټوي. پرې کوي چې ولېږي. پرې کوي چې ووايي: «زه ژوندۍ یم، خو دلته نه یم.»
تاسو وایاست چې کډوالي یو اقتصادي حرکت دی؟ د نورا لپاره دا یو «ځوړند حالت» دی؛ د هغه تېرو وختونو تر منځ چې سوځي، او د هغه راتلونکي تر منځ چې لا نه دی جوړ شوی. هغه د هغو میلیونو انسانانو بېلګه ده چې د ورځني کار او د خپل وجود د له لاسه تللي ارزښت تر منځ په دې ټکر کې ژوند کوي. او همدا بدن، همدا ستړی بدن، زموږ د پېړۍ د تر ټولو لوی مالي محرک انجن دی.
راځئ چې له احساسي فضا څخه، د شمېرو سړو ځانګړنو ته ولاړ شو؛ هلته چې شمېرې کله ناکله له اوښکو هم روښانه خبرې کوي. د کډوالو کمپونه، د ویزې د غوښتنو نه ختمېدونکې کتارونه، هغه الوتنې چې د شپې په زړه کې ترسره کېږي. دا ټول په ظاهره توګه د انسان کیسې دي، خو په خپلو ژورو کې، د پانګې د حرکت نښې دي. کډوالي په نننۍ نړۍ کې، یوازې د بدنونو ځای پرځای کول نه دي؛ دا یوه اقتصادي تبادله ده، هغه بهیر چې له رنځ څخه سوکالۍ ته، له نشتون څخه زیاتوالي ته، له استعاري سویلونو څخه د شتمنۍ سمبولیک شمالونو ته بهېږي.
په ۱۹۹۰ کال کې د نړۍ د کډوالو شمېر شاوخوا ۱۵۳ میلیونه تنه وو؛ یعنې نږدې د ځمکې د نفوسو درې سلنه. تر ۲۰۱۹ کاله پورې دا شمېر ۲۷۲ میلیونو ته ورسېد؛ په لږ تر لږه درې لسیزو کې د نږدې ۱۰۰ میلیونو انسانانو زیاتوالی. او اوس، د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) د ۲۰۲۵ کال د وروستیو راپورونو له مخې، د هغو کډوالو شمېر چې د خپل زېږون له هېواده بهر ژوند کوي، شاوخوا ۳۰۴ میلیونو ته رسېدلی دی.
له دې انسانانو څخه هر یو یې نه یوازې سرحد شا ته پرېښی، بلکې د نړۍ د انساني انرژۍ یوه برخه یې له یوه ځایه کمه او بل ځای ته زیاته کړې ده. خو مهم ټکی د دې تګراتګ په بهیر کې دی: له درېیمې برخې ډېر دا ځای پرځای کول، له هغو ځمکو څخه د «انساني پانګې» وتل دی چې لا خپل راتلونکی جوړوي.
هلته چې یو شخص د ټولنې په لګښت سره روزل کېږي، خو ثمره یې د بل چا په اقتصادي څرخ کې څرخي. په ځینو سیمو کې اټکل کېږي چې تر ۴۰ سلنه پورې لوستی ځواک له خپل ټاټوبي بهر ژوند او کار کوي او دا د تېښتې هغه بڼه ده چې نه کوم پولهساتونکی او نه د الوتنې کومه دروازه یې مخه نیولای شي: له ټولګیو او روغتونونو څخه، له دفترونو او لابراتوارونو څخه ارامه او بېغږه تېښته.
نوراګانې(د نورا جمع) هماغه ژوندۍ پانګې دي چې له خپلو کوچنیو دفترونو او د پوهنتون له ټولګیو څخه وځي او د نورو اقتصادونو په بیخ بناوو کې ریښې کوي، په څېړنیزو خونو کې، په صنعتي فابریکو کې، یا د یوه ساده مېز تر شا. ځای پرځای شوي بدنونه، چې د پانګې څرخ د خپل ستړیا په ریتم سره څرخوي. خو دا ډول هر ځای پرځای کول، د اغېزو یو پټ ځنځیر رامنځته کوي: په هغه ځای کې چې د ماهر کاري ځواک کمښت، د ښوونې او روغتیا بنسټونه خرابوي؛ او په بل ځای کې د ټیټ زېږون کچه، د کډوالو په راتګ سره جبرانېږي، بنسټونه ساه اخلي او د نفوسو څرخ بېرته متوازن کېږي. د کار نړیواله څرخه، همداسې خوځنده پاتې شوې ده.
د هغو کسانو په انرژۍ سره چې د دوو نړیو تر منځ ژوند کوي؛ نه په بشپړه توګه دلته او نه په بشپړه توګه هلته. کډوالي، په معنا کې، د دوو اړتیاوو تر منځ پُل دی: د هغه نړۍ تر منځ چې انسان یې جوړوي او د هغه نړۍ تر منځ چې له انسان څخه مصرف کوي. او د دې دواړو په منځ کې، نورا ولاړه ده، د هغه نړۍ خاموشه پوله ساتونکې چې خپل بار د راتلونکي پر اوږو وړي.
د مبدأ هېواد لپاره، دا بهیر د دوهمخه تورې په څېر دی. له یوې خوا، «د مغزونو تېښته» نه جبرانېدونکی زیان دی؛ هغه لګښت چې د دې کاري ځواک د روزنې لپاره شوی، له منځه ځي. له بلې خوا، د دې هېوادونو اقتصاد، تر ډېره پر مالي حوالو ولاړ دی. په ۲۰۲۲ کال کې د کډوالو د حوالو نړیواله کچه ۷۹۴ میلیارده ډالرو ته ورسېده، هغه شمېر چې د رسمي پراختیایي مرستو له ټولیزې کچې څخه تر درې برابره زیات دی. دا حوالې د دوو نړیو تر منځ پُل دی چې کله ناکله د یوې سیمې یوازینی اقتصادي حیات ګرځي.
په مقابل لوري کې، کوربه نړۍ له دې بهیره یوه خاموشه خو بنسټیز ګټه اخلي. کډوال په ځانګړي ډول هغه کسان چې مهارت او پوهه یې په لاسونو کې څپې وهي، حیاتي درزونه ډکوي؛ نه یوازې په کارخونو او روغتونونو کې، بلکې د نوښت او مصرف د دورې تر پوست لاندې. هغوی یوازې د کمښت ځای ناستي نه دي، بلکې د پرمختللو ټولنو ستړي اقتصاد ته د «نوي اکسیجن» په څېر پمپ کېږي: د ځوانۍ، خوځښت او نویو اړتیاوو اکسیجن.
هر کډوال په یوه وخت کې تولیدوونکی او مصرفوونکی دی: کار کوي چې ژوند وکړي، او ژوند کوي چې د کار څرخ له حرکته ونه درېږي. د هغوی په راتګ سره، د زړو اقتصادونو څرخ بېرته ګرځي؛ دوکانونه، ښوونځي، شرکتونه او د مالیاتو نظامونه نوې ساه اخلي. له همدې امله کډوالي یوازې د کاري ځواک د کمښت ځواب نه دی، بلکې د ټول اقتصادي ژوند د دوام ځواک دی.
د نفوسپوهنې څېړنې ښيي چې که دا بهیر ودرېږي، په ډېرو پرمختللو سیمو کې به تر منځنۍ پېړۍ پورې کاري ځواک شاوخوا ۲۰ سلنه راکم شي، یو داسې ټکان چې نه یوازې تولید، بلکې تقاعد، بیمه او حتی د نسلونو توازن هم ګواښي. په بل عبارت، کوربه نړۍ د کډوالو د نړۍ پر اوږو ولاړه ده؛ هغه ناپېدا لاس چې د بېروحه کورونو څراغونه بل ساتي. خو دا تړاو هم دوهمخیزه توره ده: ځکه هر څومره چې د کوربه اقتصاد پر کډوال ځواک ډېر تکیه وکړي، هماغومره خپله هم د تلپاتې اړتیا په یوه کړۍ بدلېږي، هغه کړۍ چې له نویو راتلونکو انسانانو پرته یې ساه تنګېږي. په دې توګه، کډوالي د کوربه ټولنې لپاره یوازې یوه لنډمهاله مرسته نه ده، بلکې د بقا سرچینه ده؛ د معاصرې نړۍ هغه ناپېدا نظم چې د پردیو لاسونو او ذهنونو په حرکت، په چوپتیا کې روان دی.
نو، کډوالي یوازې یوه بشردوستانه پدیده نه ده؛ دا په نړیوال اقتصاد کې یو پېچلی او لوړ لګښته انجن دی. یوه وروستۍ پایله یې، مثبته که منفي، د تګ په شمېر کې نه، بلکې په دې کې ده چې جوړښتونه له دې حرکت سره څنګه چلند کوي. «نورا» په هر پخلنځي کې چې لوښي وینځي، په حقیقت کې یو نړیوال اقتصاد ځای پرځای کوي. هغه د انساني پانګې هغه برخه ده چې په نابرابر ډول د دوو نړیو تر منځ وېشل شوې ده. په داسې نړۍ کې چې د ژوند د دوام لپاره خوځښت اړین دی، اساسي پوښتنه دا نه ده چې انسان چېرته ځي… پوښتنه دا ده چې نړۍ د هغه په تګ سره، د خپل انسانیت کومه برخه هېروي.
ژباړه: زماني