آلبانیز: د «الصمود» کاروان پر وړاندې د اسرائیلو کړنې باید اروپا ولړزوي
Apr 30, 2026 15:38 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د فلسطین د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکې، فرانچسکا آلبانیز، ویلي چې دا د منلو وړ نه ده چې اسرائیلو ته اجازه ورکول کېږي په نړیوالو اوبو کې، د یونان او اروپا ساحلو ته نږدې، پر بېړیو برید وکړي او هغوی ونیسي.
هغې زیاته کړه چې اسرائیل یو نژادپرست رژیم دی او د دې رژیم مشران د نسلوژنې په جنایتونو کې ښکېل دي.
آلبانیز ټینګار وکړ چې روان وضعیت باید اروپا سخت ولړزوي او د جدي غبرګون لامل شي.
ټیګونه