د ایراني نامتو تاریخ لیکونکي ابوالفضل بیهقي د ژوند کیسه (۱)
https://parstoday.ir/ps/news/event-i172636-د_ایراني_نامتو_تاریخ_لیکونکي_ابوالفضل_بیهقي_د_ژوند_کیسه_(۱)
د بیهقي د پروګرام ټولګې کې به په ۱۵ برخو کې د بیهقي ژوند، وخت او آثار وڅېړل شي. او اورېدونکي به د دې تاریخي څېرې له وخت او زمانې سره بلد شي او همدارنګه به هڅه وشي چې اورېدونکي د بیهقي په انساني، دقیق او اخلاقي لیدلوري سره، له تاریخ سره آشنا شي. نو په همدې تړاو د دې ټولګې لومړۍ برخې ته ښه راغلاست.
(last modified 2026-05-07T07:33:18+00:00 )
May 07, 2026 11:50 Asia/Kabul
  • د ایراني نامتو تاریخ لیکونکي ابوالفضل بیهقي د ژوند کیسه (۱)

د بیهقي د پروګرام ټولګې کې به په ۱۵ برخو کې د بیهقي ژوند، وخت او آثار وڅېړل شي. او اورېدونکي به د دې تاریخي څېرې له وخت او زمانې سره بلد شي او همدارنګه به هڅه وشي چې اورېدونکي د بیهقي په انساني، دقیق او اخلاقي لیدلوري سره، له تاریخ سره آشنا شي. نو په همدې تړاو د دې ټولګې لومړۍ برخې ته ښه راغلاست.

د دې خاورې په تاریخ کې، تل داسې کسان وو چې د تورې پر ځای یې قلم په لاس کې نیولی دی! داسې کسان چې نه د پاچاهانو د ستاینې لپاره، بلکې د حقیقت د ثبت لپاره یې ژوند کړی دی. د دوی په منځ کې د ابوالفضل بیهقي (Abu'l-Fadl Bayhaqi) نوم، د یوه ځلانده څراغ په څېر دی؛ روښانه، رښتینی او بې ادعا!

هغه څوک چې د یوولسمې میلادي پېړۍ په وروستیو کې د ایران د خاورې ستر تاریخ لیکونکی او لیکوال وو او موږ به د هغه له کتاب «تاریخ بیهقي» سره د ایران د تاریخ یوې برخې ته کتنه وکړو.

ابوالفضل بیهقي شاوخوا په ۹۹۵ میلادي کال (۳۸۵ هجري قمري) کې د بیهق په سیمه کې، چې د ننني سبزوار په جنوب کې دی او د ایران په شمال ختیځ کې موقعیت لري، نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار يې حسین نومېده او د بیهق اوسېدونکی وو. هغه په دربار کې کار کاوه او د وخت له مشرانو سره یې نږدې اړیکې درلودې. هغه د علم او فضل اهل وو او علم او ادب یې ارزښتناک ګڼلو. له همدې امله یې خپل زوی د هغه وخت د ایران له مهمو کلتوري مرکزونو څخه یوه ته، یعنې نیشاپور ته ولېږه.

ویل کېږي چې ابوالفضل له هماغه کوچنیوالي څخه ډېر ښکلی خط درلود، تر دې چې د ښوونځي ښوونکو به د هغه ډېره ستاینه کوله.

په یوولسمه میلادي پېړۍ کې لوی خراسان د ایران د پوهې او ادب مرکز وو. نیشاپور، مرو، غزنه او بیهق هر یو د علم او هنر پر لور یوه دروازه وه. په همدې فضا کې ځوان بیهقي له ځان څخه مخکې د عالمانو او لیکوالانو له آثارو سره بلد شو. د ابوالفضل بلعمي نثر، د ابوالحسن عامري لوړه ژبه او د خراساني لیکونو متین سبک، د هغه په ذهن کې ځای ونیولو. خو تر ټولو ډېر له حقیقت سره مینه وه چې د هغه په زړه کې یې ریښه ټینګه کړې وه.

له شواهدو ښکاري چې هغه په نیشاپور کې د علم په زده کړه او د منشي توب په هنر بوخت وو، تر دې چې په ادب کې نوموتی شو او بالاخره د ځوانۍ په لومړیو کې د غزنه په ښار کې د بونصر مشکـان (Abu Nasr Mushkan) په مشرۍ د رسالت د دیوان په خدمت کې شامل شو. غزنه یو شانداره ښار وو، په لوړو دېوالونو، د سرو زرو او جواهرو په ډکو ماڼیو او داسې دیوان سره چې له ماهرو منشیانو او کاتبانو څخه ډک وو! ابوالفضل په پیل کې له سترو منشیانو څخه د خواجه بونصر مشکـان شاګرد وو. هغه د رسالو دیوان اداره کاوه. بونصر په ځوان بیهقي کې بې ساری استعداد او دقت ولید، نو ځکه یې هغه تر خپل ملاتړ لاندې راوست.

خو د غزنویانو دربار د آرامښت ځای نه وو. د هغه د شان او شوکت تر شا، سیالي، بدګومانۍ او د قدرت شخړې روانې وې. سلطان محمود چې د سلطان مسعود ځایناستی وو، له خپلې ټولې لویۍ سره سره، په تندۍ او بې باورۍ پېژندل کېده. پر هر چا چې احتمال یې درلود خیانت وکړي، بدګمانه کېده او هغه به یې بندي کولو. هر منشي او وزیر چې په دربار کې وو، دا وېره یې لرله چې یوه ورځ به د پاچا د قهر قرباني شي.

بیهقي هم په داسې چاپېریال کې کار کاوه، خو هغه په زړه کې یوه هیله درلوده چې د حقیقت او مصلحت تر منځ قلم واخلي او تاریخ ولیکي؛ یو رښتینی تاریخ، نه د پاچاهانو د ستاینې لیک!

د سلطان محمود له مړینې وروسته، د هغه د دوو زامنو محمد او مسعود تر منځ د سیالۍ اور بل شو او د غزني دربار د توطئو ډګر شو. منشیانو، وزیرانو او لښکرو هر یو د یوه شهزاده ملاتړ وکړ. بیهقي هم له خپل استاد بونصر سره یوځای د مسعود خدمت ته داخل شو. په هغه ورځو کې ښايي نه پوهېده چې دا انتخاب به د هغه د ژوند مسیر د تل لپاره بدل کړي.

د مسعود له ځواکمنېدو او د سلطنت پر تخت په کېناستو سره، د بیهقي ژوند هم بدل شو. بیهقي په دیوان کې د یوه باوري کس په توګه پېژندل کېده او ډېر ښه خط یې درلود. له همدې امله هغه ته اجازه وه چې ډېر لیکونه او خبرونه، چې د پاچاهانو د حالاتو او د بېلابېلو حکومتونو د وضعیت په اړه وو، وګوري. هغه پخپله هم په دې اړه په خپل کتاب کې لیکلي دي:

“ ... او دا خبرونه په دې بشپړتیا سره لیکم، ځکه چې په هغه وخت کې زه معتمد وم او په داسې حالاتو له منشیانو څخه هېڅوک خبر نه وو، زما استاد بونصر څخه پرته...”

هغه وروسته له یوه ساده منشي څخه د دربار د منشي مقام ته ورسېد او قلم یې د فرمانونو او شاهي مکتوبونو په لیکلو کې کارېده. سره له دې چې مقام او منصب یې ترلاسه کړی وو، خو د هغه حقیقت لټوونکې روحيه، په دې تشریفاتو کې آرامه نه وه. هره ورځ چې به له دربار څخه تېرېده، لیدل یې چې څه ډول انسانان د قدرت پر وړاندې رنګ بایلي، څه ډول صداقت د تمې پر وړاندې نړېږي او څه ډول تاریخ په هماغه شېبه کې تحریفېږي.

په همدې وخت کې یې پرېکړه وکړه چې یادښتونه واخلي، چې وروسته بیا د هغه د «تاریخ بیهقي» کتاب بنسټ وګرځېدل.

وروسته بیا بیهقي د خپل کتاب په سریزه کې لیکي وو:

"زه نه د پاچاهانو د ښه راغلاست په لټه کې یم او نه د نوم او نښان په فکر کې. څه چې مې ولیدل، هماغه مې ولیکل؛ تر څو راتلونکي کسان پوه شي چې روزګار پر موږ څنګه تېر شو."

په هغه وخت کې، د بیهقي صداقت او لیدلوری، هغه د خپل وخت له ډېرو کسانو څخه جلا کاوه. هغه د سیاست د توپان په منځ کې لکه یو څارونکی ولاړ وو، چې د شعار پر ځای واقعیت بیانوي. یو له هغو کسانو څخه چې بیهقي ورته ډېره مینه او درناوی درلود، د هغه استاد خواجه بونصر مشکـان وو.

بیهقي په خپلو لیکنو کې د خپل استاد بونصر ډېر په درناوي سره یادونه کوي.

هغه لیکي: “هغه یو پاک زړه او رښتینی سړی وو، چې د دربار د خلکو تر منځ بې ساری وو.”

سره له دې چې مشکـان څو ځله پاچا ته سپارښتنه کړې وه چې له خپل مرګ وروسته ابوالفضل بیهقي د هغه ځایناستی کړي، خو هغه دا کار ونه کړ. ځکه سلطان مسعود غزنوي باور درلود چې د دې دندې لپاره د بیهقي عمر ډېر کم دی. په هغه وخت کې بیهقي ۴۶ کلن وو. نو سلطان پرېکړه وکړه چې له خپلو نږدې کسانو څخه یو، یعنې بوسهل زوزني، د رسالت د دیوان د نوي مشر په توګه وټاکي.

د ابوالفضل بیهقي په وینا، زوزني یو باوقاره، فاضل او ادیب سړی وو، خو په طبیعت کې یې بدخویي وه. ښايي له همدې امله یې په پټه خپله د استعفا لیک پاچا ته وړاندې کړ، څو له داسې کس سره له کار کولو څخه خلاص شي، خو سلطان مسعود د بیهقي استعفا ونه منله او پر ځای یې بوسهل ته سپارښتنه وکړه چې له بیهقي سره په درناوي چلند وکړي. بوسهل ومنله، خو د سلطان مسعود له مړینې وروسته یې خپل بد چلندونه پیل کړل او د بیهقي ژوند نور هم سخت شو.

ګرانو ملګرو، په دې توګه د «بیهقي د پروګرام د ټولګې لومړۍ برخه پای ته ورسېده. په راتلونکې برخه کې به د بیهقي د ژوند کیسې ته دوام ورکړو او د سلطان مسعود غزنوي له مړینې وروسته به د غزنویانو په دربار کې د بیهقي د ستونزو او کړاوونو په اړه خبرې وکړو. تر بلې خپرونې پورې، د خدای په امان.

ژباړه: زماني