د ایراني نامتو تاریخ لیکونکي ابوالفضل بیهقي د ژوند کیسه (۲)
https://parstoday.ir/ps/news/event-i172642-د_ایراني_نامتو_تاریخ_لیکونکي_ابوالفضل_بیهقي_د_ژوند_کیسه_(۲)
دوستانو تاریخ یوازې تخت ته د پاچاهانو د رسېدو او وژل کېدو دکلونو نوم  نه دي. تاریخ، کله د یو لیک په څنډه کې ورک کېږي، کله د یوه  تیاره بند په زړه کې، او کله د یو داسې منشي په سترګو کې چې ښه پوهېږي — که رښتیا ولیکي، نو سر یی په خطر کې دې  او که ونه لیکي، نو وجدان یې وژني.
(last modified 2026-05-07T08:34:43+00:00 )
May 07, 2026 13:01 Asia/Kabul
  • د ایراني نامتو تاریخ لیکونکي ابوالفضل بیهقي د ژوند کیسه (۲)

دوستانو تاریخ یوازې تخت ته د پاچاهانو د رسېدو او وژل کېدو دکلونو نوم  نه دي. تاریخ، کله د یو لیک په څنډه کې ورک کېږي، کله د یوه  تیاره بند په زړه کې، او کله د یو داسې منشي په سترګو کې چې ښه پوهېږي — که رښتیا ولیکي، نو سر یی په خطر کې دې  او که ونه لیکي، نو وجدان یې وژني.

ابوالفضل بیهقي داسې کس و؛ د غزنويانو د دربار منشي، د بونصر مشکان شاګرد، د فتنو شاهد، او د نسکوریدنو همقلم. هغه په داسې زمانه کې ژوند کاوه چې قدرت به د وږي لیوه په شان پر هر لوري برید کاوه، او رښتیا  ویل د دربار تر ټولو ګرن بیه ا

د بیهقی په  اړه  د  پروګرام دوهمې برخې ته ښه راغلاست. په دې برخه کې به د ایرانی تاریخ لیکونکي «ابوالفضل بیهقي» او د غزنویانو دورې په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړو. 
لکه څنګه چې مو په تېره برخه کې وویل، ابوالفضل بیهقي خپل استاد ته ډېر درناوی درلود. هغه نږدې ۱۹ کاله له بونصر مشکان سره همکار و — چې ۹ یې د سلطان محمود په وخت کې او ۱۰ یې د سلطان مسعود غزنوي په وخت کې تېر کړل. کله چې بونصر وفات شو، «بوسهل» د رسالت د دیوان رئیس شو. بیهقي چې د بوسهل له شخصیت سره بلد و، سلطان مسعود ته یو لیک ولیکه او یو ډول یې استعفا وغوښته. هغه په خپل لیک کې وویل:  
«... او بونصر زما لپاره قوت و؛ کله چې هغه لاړ، زما د  زړۀ قوت هم لاړ. که عالي رائے دا ویني، نو زه به په بل خدمت بوخت شم.
خو سلطان مسعود د هغه استعفا ونه مانه او بوسهل ته یې پیغام ولېږه چې: «ابوالفضل ستا شاګرد نه دی؛ هغه زما د پلار منشي و او باوري کس دی. ده سره ښه سلوک وکړه، که هغه شکایت وکړي، زه به له تا سره یو نظر  ونلرم.
په دې توګه، د بیهقي ژوند بېرته عادي حالت ته راوګرځېد او خوشحاله شو، خو دا خوشحالي اوږده نه وه. سلطان مسعود په هغه  بلوه  کې چې د هغه په غلامانو کې رامنځته شوی و، په هند کې ووژل شو.
د سلطان مسعود غزنوي مړینه د یو ه پړاو ختمېدل او د یو نوي طوفان پیل و. د غزنویانو دربار، چې مخکې د ارامۍ، نظم او مشروع قدرت مرکز ښکارېده، ناڅاپه د سیالۍ، بدګمانۍ او وېرې صحنې ته واړول شو. بوسهل زوزني — لکه څنګه چې مو وویل — په ظاهر کې ستر او عالم سړی ښکارېده؛ خو د هغه چلند او طریقه د منشیانو او د دیوان د کارکوونکو لپاره سختې ورځې رامنځته کړې وې. ابوالفضل بیهقي چې کلونه یې د دیوان په خدمت او د مهمو خبرونو په لیکلو کې تجربه درلوده، اوس له نویو فشارونو او سختګیریو سره مخ شو — هغه فشارونه چې نه یې مقام کمولی شو، نه ښه لیک او نه یې د اوږد خدمت تاریخچه ساتلی شوه. په دې وخت کې «مودود بن مسعود» له سلطان مسعود وروسته پر تخت کېناست.
له دې ټولو فشارونو او چلندونو سره سره چې بیهقي د بوسهل له خوا لیدل، بیا هم په دربار او د رسالت په دیوان کې  ورته درناوی کېده. مودود بن مسعود ۹ کاله سلطنت وکړ. له  هغه نه وروسته په لنډه موده کې نور څو غزنوي امراء سلطنت ته ورسېدل او د دولت ګډوډي اوج ته ورسیده  او د بیهقي تباهي هم پیل شوه.
داسې وه چې له مودود وروسته د هغه کوچنی زوی جانشین شو، خو یوازې پنځه ورځې یې سلطنت وکړ — بیا د مسعود غزنوي یو بل زوی پاچا شو، خو یوازې ۴۵ ورځې یې تخت ونیوه. بیا نوبت عبدالرشید ته ورسېد — د سلطان محمود تر ټولو کوچنی پاتې زوی — په ۱۰۴۹ زیږدیز (۴۴۱ ق) کې له بنده راووت او  په تخت کېناست. د غزنویانو د سلطنت دا دوره له پاڅونونو ډکه وه، او د دیوان هر ګوټ د قدرت د شخړو او بدلونونو شاهد و.
ابوالفضل بیهقي په خپل زړه  کې پوهېده چې که غواړي رښتیا ثبت کړي، نو باید تل د ځان او د دربار د شور ترمنځ واټن وساتي. هغه خپل ورځنی یادداشت ډکاوه — هغه یادداشتونه چې وروسته د «تاریخ بیهقي» د کتاب بنسټ وګرځېدل. دا دفترونه د پېښو د ثبتولو، د پاچاهانو د چلند د تحلیل او حتی د خپلو شخصي خاطراتو د لیکلو ځای و — له هر ډول مبالغې پرته. بیهقي په دې دوره کې د پاچاهانو چلند په ډېر دقت کتل. هغه لیدل چې قدرت څنګه انسانان بدلوي، او څنګه ځینې پرېکړې د عدالت او رښتیا پر بنسټ نه، بلکې د وېرې او خودغرضۍ پر بنسټ کېږي.
کلونه تېر شول، او د بوسهل زوزني فشارونه بیهقي هره ورځ  ډېر اغیزمنوه. د دربار سیالۍ او دسیسې نه  ختمېدلې ، او بیهقي لیدل چې وفاداري او زړورتیا د وېرې او طمع په وړاندې څنګه کمرشنه کېږي. هغه لیدل چې څنګه د پاچاهانو ځینې نږدې کسان د نورو د دسیسو قرباني کېږي، او دا هغه ته د قدرت دماهیت  او د هغه د فساد په اړه نوي سبق ورکاوه.
خو دوران تل په یو څرخ نه ګرځي. د عبدالرشید د سلطنت په وخت کې بیهقي د دیوان رئیس شو، او په ظاهر کې ورته ښې ورځې راغلې — خو په حقیقت کې دا مقام ډېر دوام ونه کړ، او سختې  ورځې په لاره وې. بیهقي د پاچا له یو غلام سره ستونزه درلوده — یو سرکش غلام چې «تومان» نومېده. بیهقي له هغه ډېر ناخوښي څرګندوله. تومان هم د همدې لامل له امله پاچاه ته د بیهقي بدګوي کوله. د هغه
بدګویان سبب شوې  چې بیهقي زنداني شي ، شتمني یې ضبط او کور یې لوټ شي 
په دې منځ کې بل غلام «طغرل برار» چب په مغرور مشهور وو ، په ۱۰۵۴ زیږدیز (۴۴۴ ق) کې د عبدالرشید پر ضد پاڅون وکړ او هغه یې وواژه — خو د هغه امارت یوازې ۵۷ ورځې دوام وکړ، ځکه چې «نوشتکین زوبین دار» په نامه غلام هغه وواژه او په دې توګه سلطنت بېرته غزنویانو ته ستون شو، او «فرخزاد بن مسعود» پاچا شو. د فرخزاد له  پاچاهۍ سره سم بیهقي له زندانه خلاص شو.
د زندان دوره د بیهقي د ژوند یوه له خورا سختو برخو وه. په هغو تیارو چکیو کې، هغه له  بې عقله چلندونو او د قدرت له فساد سره مخ شو، او یو ځل بیا د رښتیا د ثبتولو په  ارزښت پوه شو. بیهقي لیکل: «څومره زیات دي هغه کسان چې د قدرت په وړاندې ټیټیږي ، او څومره لږ دي هغه کسان چې د یوخ صادق څارونکي په څېر واقعیت ساتي.
د بیهقي زنداني کېدل — له ټولو سختيو سره سره — د هغه قلم نور هم تېز او ذهن یې روښانه کړ. د زندان  په کونج کې، هغه څو ځله د  خپل استاد بونصر مشکان او د هغه لوستونه یاد کړل — هغه څوک چې ورته یې ښوولې وه چې د انسانانو ریښتینې ارزښت په مقام او منصب کې نه، بلکې په رښتیا او پوهې خلوص کې دی. هغه په بشپړ ډول پوهېده چې دا ترخه  تجربه به د هغه د تلپاتې اثر بنسټ جوړوي.
بیهقي چې د فرخزاد د تخت ته رسېدو سره له زندانه خلاص شوی و، د پاچاه مشاور او باوري کس شو، خو له دې وروسته یې هیڅکله د دربار رسمي دنده ونه منله. هغه د دربار له شورماشور څخه واټن خپل کړ، او خپل وخت یې مطالعې، یادداشت لیکلو او لیکنې ته ځانګړی کړ. دا یوازنی وخت د هغه لپاره یو فرصت و چې په هغه څه تمرکز وکړي چې د هغه لپاره مهم و — یعني د رښتیني تاریخ روایت ، د پېښو ثبتول، او د هغه حکومت او ټولنې رښتینی انځور وړاندې کول چې پکې یې ژوند کاوه. بیهقي له ۱۰۵۶ زیږدیز (۴۴۸ ق) د خپل کتاب لیکل پیل کړل؛ یو ګران بیه کتاب چې موږ یې د «تاریخ بیهقي» یا «تاریخ مسعودي» په نامه پېژنو.
هغه په دقت او ارامۍ سره پېښې ثبتولې — په  هغه قلم سره چې کله له زړورتیا او کله له  خپګان سرچینه اخیسته — او په دې ډول یی  حقایق په کاغذ راوړل.
د کار په مینځ کې کله چې په ۱۰۵۹ زیږدیز (۴۵۱ ق) کې «فرخزاد» وفات شو، د هغه ورور «ابراهیم بن مسعود» په  تخت کېناست. ابراهیم هغه وروستی پاچا و چې بیهقي د خپل ژوند وروستي کاله د هغه په وخت کې تېر کړل. ابراهیم په ۱۰۷۷ زیږدیز (۴۷۰ ق) کې وفات شو، او بیهقي د دې ټولو کلونو په ترڅ کې د خپل کتاب په  تحریر بوخت و، او بالاخره په غزنه کې — پرته له دې چې د هغه د خښېدو ځای معلوم  وي — وفات شو.
ګرانو ملګرو، د پروګرام دوهمې برخې پای ته ورسېدو. هیله ده چې خوند به مو  ترې اخیستی وي. په راتلونکې برخه کې به د بیهقي او د هغه د ارزښتمن کتاب په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړو