ایران په تیرې اونۍ کې اونیز يزوګزام
https://parstoday.ir/ps/news/event-i176636-ایران_په_تیرې_اونۍ_کې_اونیز_يزوګزام
د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د ایران د ځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغه نننی مطلب کې درته په پیل کې په تیرې اونۍ کې د ایران د ځینو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، بیا مو هم د ځينو موردونو په باب رابولوو،  دتحلیلي برخې  آوریدو ته .
(last modified 2026-08-15T10:10:39+00:00 )
Aug 15, 2026 14:29 Asia/Kabul
  • ایران په تیرې اونۍ کې اونیز يزوګزام

د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د ایران د ځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغه نننی مطلب کې درته په پیل کې په تیرې اونۍ کې د ایران د ځینو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، بیا مو هم د ځينو موردونو په باب رابولوو،  دتحلیلي برخې  آوریدو ته .

*/*/*/*

د پاکستان د ملی خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د اسلامی ایران د ولسمشر د پاکستان حکومت او ولس ته مبارکي وئیل؛

*/*/*/*/

د هرمز تنګی د وروستی  وضعیّت په باب د ایران او عمان د خبرواترو بریالی پړاؤ

*/*/*/

او  کاظم غریب‌آبادي د هرمز تنګي په اړه د امریکا د ولسمشر  د سپکو او بې‌ځایه څرګندونو په غبرګون کې وویل: هرمز تنګی یوازې د ایران په فرمان تړل  او پرانیستل کېږي، او د ټویټ، جنګي بیړیو، فرمان صادرولو او انتخاباتي وینا له لارې ئې څوک نشي خپلولئ.نو اوس مو هم رابولوو د ځینو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .

*********************  

  ګلونو آوریدونکو،د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د پاکستان د اسلامي جمهوریت د خپلواکۍ د ۷۹  کلیزې د  په مناسبت  د پاکستان حکومت او ولس ته په خپل پیغام کې مبارکي ویلې او لیکلي ئې دي: د ایران او پاکستان د دواړو ملتونو ګډې ګټې او برخلیک تر بل هر وخته ډېر زیات  له یو بل سره تړل شوي دي، او دا واقعیت د لا زیاتې همغږۍ او نږدې ملګرتیا  اړتیا دوه برابره کوي.

ډاکټر پزشکیان د پاکستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته  دمبارکۍ په خپل  پیغام کې دا مناسبت د پاکستان د ستر ملت د لاسته راوړنو د درناوي او همدارنګه د ایران او پاکستان ترمینځ د پخوانیو او سټراټیژیکو اړیکو د لا ژورولو او پراخولو په لاره کې یو نوی پړاو وباله.

د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر ټینګار  کړی؛ بې شکه ، د دواړو ملتونو ترمنځ ژورې تاریخي، کلتوري، تمدني او ولسي اړیکې یوه ارزښتناکه پانګه ده چې د دوه اړخیزو اړیکو لپاره د لا روښانه راتلونکو لیدلورو په انځورولو کې مهم رول لري.

 هغه په  دې په ټینګار سره چې د دواړو ملتونو ګډې ګټې او برخلیک تر بل هر وخت ډېر له یو بل سره تړلي دي او دا واقعیت د تهران او اسلام‌اباد ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او نږدې همکارۍ اړتیا دوه برابره کوي، زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت له پاکستان سره د هر اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره  پر خپل هوډ او ارادې ټینګار کوي او چمتو دی چې د متقابل باور او درناوي په رڼا کې او د شته ؤ پراخو ظرفیتونو په کارولو سره، د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت او د دواړو ملتونو د ګډو ګټو د تأمین لپاره لا اغېزشیندونکي ګامونه پورته کړي.

     د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د جاپان له لومړۍ وزیرې سانائه تاکایچي سره په ټیلیفوني خبرو کې، د ایران په ضد د امریکا د تپلي جنګ  د درولو د اړتیا په اړه د جاپان د مثبتو نظرونو په خاطر مننه وکړه او وې ویل: ایران هېڅکله په سیمې کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ غوښتونکی نه دی؛ بلکې امریکا او صهیونیستي رژیم پر ایران له تېري، د اسلامي انقلاب د رهبر له ترور او د مېناب د زده‌کوونکو پشمول د ګڼ شمېر عامو وګړو په شهادت او د عمومی بیخ بینائيو  په ویجاړولو سره په سیمې کې سوله او ثبات ګډوډ کړی دی.

د ایران ولسمشر په دغو ټیلیفوني خبرو کې وویل چې ایران هېڅکله له نړیوالو قوانینو څخه  ورآخوا عمل نه دی کړی او تل ئې له خپلو ګاونډیانو سره د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې کړې دي. هغه هیله څرګنده کړه چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره د جاپان ډیپلوماټیکې هڅې به ګټورې تمامې شي او په سیمې کې به د تېري کوونکو قدرتونو د جنایتونو او جنګ غواړو اقداماتو  مخه ونیسي.

د جاپان لومړۍ وزیرې هم په دغو خبرو کې د جنګ پای ته د رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو لارو چارو په برخې کې د ټوکیو پر ملاتړ ټینګار وکړ او دا ئې د ایران او سیمې د اوږدمهاله ګټو په چوکاټ کې وبلل.

   د اذربایجان جمهوریت  ولسمشر الهام علي‌اف د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان له څرګندونو وروسته ټینګار وکړ چې باکو د ایران د ورور ملت تر څنګ ولاړ دی.

علي‌اف په ټولنیزچینل ایکس  کې ولیکل: د اذربایجان جمهوریت او ایران ولسونه تل په سختو او ستونزمنو شپو ورځو کې د یو بل تر څنګ ولاړ پاتې شوي دي. د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان هم په خپلې خبري غونډې کې ټینګار  کړی چې د اذربایجان جمهوریت په اړه خبرې او تعامل دوام لري.

             د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له هرمز تنګي  د تیریدو  د  لارې د ټاکلو لپاره د ایران او عمان د تخنیکي خبرو د دوام خبر ورکړ او ټینګار ئې وکړ: دا خبرې د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو له موضوع څخه جلا دي. دا چې که د تېرېدو لاره  وټاکل شوه،نو  هرمز تنګی به پرانیستل شي او که نه، نو دا موضوع د هغو شرایطو له پوره کېدو سره تړلې ده چې امریکا باید ورته ژمنه پاتې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: هغه څه چې د اسلام‌اباد په تفاهم‌لیک کې راغلي، «د جنګ پای» دی؛ یعنې په دغه تفاهم‌لیک کې د جنګ  پای اعلان شوی دی.

عباس عراقچي څرګنده کړې: امریکا د تفاهم‌لیک خلاف ورزي کړې او مونږ یو ځل بیا د نښتو د پیل شاهدان  یو؛ خو داسې څه چې د «اوربند» په نامه  وي، مونږ نه درلودل چې اوس دې تمدید شي، بلکې د  جنګ پاي  مو درلود، چې اوس ئې وضعیت نوی حالت پیدا کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ۶۰ ورځني اوربند په اړه هم وویل: هغه څه چې د ۶۰ ورځو په توګه مطرح شوي وو، وروستۍ  موافقې  ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو ۶۰ ورځنی فرصت ؤ؛ په همدې خاطر د ۶۰ ورځني اوربند په نوم هېڅ ډول  د اوربند موضوع نه وه.

      د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د یونان د بهرنیو چارو وزیر ګیورګیوس ګراپتریتیس    سره ټیلیفوني خبرې وکړې.  د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغو ټیلیفوني خبرو کې د ایران پر وړاندې د امریکا د غیرقانوني او تېري کوونکو اقداماتو دوام، په تیره بیا د سمندري کلابندۍ دوام او د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک خلاف ورزۍ ته په اشارې سره، د خپلو ملي ګټو او ملي امنیت د دفاع لپاره د ایران پر کلک هوډ ټینګار وکړ.

عباس عراقچي د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د خوندي تګ راتګ د لارو  د ټاکلو لپاره له عمان سره د دوه اړخیزو خبرو د وروستي وضعیت په تشریح کولو سره وویل: په هرمز تنګي کې موجوده ناامني د ایران پر وړاندې د امریکا او صهیونیستي رژیم د پوځي تېري مستقیمه نتیجه  ده او نړیواله ټولنه باید د دغه وضعیت په اړه له تېري کوونکو او د قانون له ماتونکو لورو حساب وغواړي.

Image Caption

 

عراقچي همدارنګه د بشري حقوقو په اړه د اروپائي اتحادئې دوه‌ګوڼی او منافقانه چلند یاد کړ او په تیره بیا  ئې د ځینو اروپائي لورو له خوا د صهیونیستي رژیم د هر اړخیز ملاتړ او د فلسطینیانو د نسل‌وژنې او په لبنان او ایران کې د دغه رژیم د ترسره شوو جنګي جنایتونو پر وړاندې د بې‌پروائۍ په اړه وویل چې د بشري حقوقو په پلمه د ایران پر ضد د اروپايي اتحادئې  لاس وهونکې  اعلامیې د منلو وړ نه دي.

هغه ټینګار وکړ: اروپائي اتحادیه د بشري حقوقو په برخې کې د خپل عمل په خاطر  نورو  ته د نصیحت او مواعظې کولو لپاره هېڅ ډول اخلاقي حیثیت نه لري.

دواړو لورو په دغو خبرو کې د موجودو سلامشورو پر دوام او د دواړو هېوادونو د پخوانیو اړیکو پر ساتنې او پالنې ټینګار وکړ.  

      د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌آبادي د هرمز تنګي په اړه د امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپَکو او بې‌ځایه څرګندونو په غبرګون کې وویل: هرمز تنګی یوازې د ایران په فرمان تړل   او پرانیستل کېږي، او د ټویټ، جنګي بیړیو ، د فرمان د  صادرولو او د انتخاباتي وینا له لارې ئې څوک نشي خپلولی.

غریب‌آبادي په  ایکس  ټولنیزچینل کې ولیکل؛ټرمپ ویلي چې د ایران له ماتې وروسته به ډېر ژر هرمز تنګی د امریکا حدود  اعلان کړي. هرمز تنګی نه د ټویټ له لارې، نه د الوتکې وړونکې بېړۍ، نه د فرمان په صادرولو او نه هم د انتخاباتي وینا له لارې خپلولی شي.

کاظم غریب‌آبادي زیاته کړه: ایران نه له ګواښ څخه وېرېږي او نه د  چټي   قدرت له نندارې څخه ډرېږي. یو ځل او د تل لپاره دا واقعیت ومنئ چې : تر دې دمه مو درنې او سټراتیژیکې ماتې خوړلې دي. هرمز تنګی د ایران ؤ،  او د ایران به پاتې  شي؛ دغه تنګی یوازې د ایران د فرمان له مخې تړل او پرانیستل کېږي. تر هغه چې تاسو د خپلې ماتې واقعیت ونه منئ او له خیالي پلاؤنو  لاس وانخلئ، ایران به خپلې دغې کلابندۍ ته دوام ورکړي.

د امریکا کرغیړن  ولسمشر ټرمپ  د هرمز تنګي په اړه په خپلو سپَکو څرګندونو کې ادعا کړې وه چې ښائي ډېر زر هرمز تنګی  د امریکا  حدود  اعلان کړي. حال دا چې د سپینې یو مسئول مقام وئیلي دي ،چې ټرمپ ټوکې کولې.

         په پاکستان کې د ایران  د اسلامي جمهوریت سفیر رضا امیري مقدم د پاکستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت د دغه هېواد ولس  او حکومت ته مبارکي ورکړه او وې ویل چې د تهران او اسلام‌اباد په اړیکو کې د ملګرتیا د لا ژورولو لپاره نوی پړاو پیل شوی، ځکه د دواړو ملتونو ګټې او برخلیک له یو بل سره تړلي دي.

امیري مقدم د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۹  کلیزې د په مناسبت  د دغه ګاونډي هېواد حکومت او ولس  ته مبارکي ورکړه او زیاته ئې کړه؛ مونږ په دې ورځ د دغه ستر ملت ارزښتونو ته په ویاړ درناوی کوو؛ ځکه دا ورځ د پاکستان د ملت د نه ستړې کېدونکي او بې‌ساري مقاومت، یووالي او پام وړ لاسته راوړنو د درناوي لپاره د ویاړ یوه شېبه ده.

په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر ټینګار وکړ: مونږ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمینځ د دوستۍ، متقابل درناوي او موجودې همکارۍ اړیکو ته لوړ ارزښت ورکوو. د دواړو هېوادونو د مشرانو د ټینګې ارادې او د دواړو لورو د ټولو برخو د نه ستړې کېدونکو هڅو په پایلې کې، د ایران او پاکستان په اړیکو کې د هیلو او خوش‌بینۍ نوی پړاو پیل شوی دی؛ داسې تاریخي پړاؤ چې د دواړو هېوادونو د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د سولې او سوکالۍ د ګډو هڅو پر بنسټ ولاړ دی.

         په روسیې کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر کاظم جلالي په  ایکس  ټولنیز چینل کې د یوه مطلب په خپرولو سره، د مېناب د «شجره طیبه» ښوونځي د ۱۶۸ زده‌کوونکو او ښوونیزو کارکوونکو د شهادت په اړه د امریکا پر جنایت د نړیوالو  اورګانونوپه  ۱۶۸ ورځنۍ چُپتیا   نیوکه وکړه.

جلالي په خپلې لیکنې کې وویل: «له هغې تورې شنبې څخه ۱۶۸ ورځې تېرې شوې او کال هینداره یا تقویم  خپلې وینې‌توېونکې شمېرنې ته دوام ورکوي؛ هره ورځ یوه نوې غمیزه،لکه د مېناب د شجره طیبه ښوونځي د هغو ۱۶۸ سپین‌وزَرو کوتَرو د هرې یوې مظلومیّت چې هیلې ئې د تاماهاک توغندي په بې‌رحمۍ کې په  ایرو بدلې شوې.

ددغې لیکنې په دوام کې راغلي: «دغه ۱۶۸ ورځې د هغو ۱۶۸ ماشومانو خاموشه،البته  ژوندۍ چیغه ده چې نړیوالو  اورګانونو  او حکومتونو د تاریخ پر دې تورې ورځې سترګې پټې کړې دي.

کاظم جلالي څرګنده کړې ده، د هغو تشو څوکيو دردناکه غمیزه او له لاسه تللی معصومیت به هېڅکله زوړ نه شي.

په روسیې کې د ایران سفیر، د دې پوښتنې په مطرح کولو سره چې نړۍ څنګه د دغه ښکاره جنایت پر وړاندې چوپه خوله پاتیکیدلی شي؟ زیاته کړه: «د مېناب ښوونځي د امریکا د بشري حقوقو په نوم د ماشوم‌وژنې کیسه په ډاګه کړه.

د ایران په جنوب کې د مېناب د شجره طیبه ښوونځي پر وړاندې د امریکا ـ صهیونیستي رژیم په توغندوي برید کې ۱۶۸ زده‌کوونکي، ښوونکي او ښوونیز کارکوونکي شهیدان شوي دي.

ژباړن!(سیماب)

**************************************************************************************