ورځپاڼو ته کتنه
نن هم د ایران اکثره مطبوعات د بېلابېلو مسائلو تر څنګ اکثره یې د ایران په خلاف د امریکا له خوا د اقتصادي جنګ د اعلان او د هرمز تنګی په باب لیکنې کړي دي، د تهران چاپ جوان ورځپانه هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی دی چي عنوان یې دی: د ایران په خلاف د اقتصادي جنګ لپاره امریکا سره د چین مخالفت
ورځپاڼه لیکي: د امریکا ولسمشر چې له ایران سره په پوځي جګړه کې ونه توانېد خپلې ټاکلې موخې ترلاسه کړي، د ایران پر وړاندې یې د بېسارې اقتصادي جګړې د پیلولو اعلان وکړ. د ایراني چارواکو له سختو غبرګونونو او د دې تګلارې د بېپایلې کېدو په اړه له شننو سره هممهاله، چین هم د ایران پر وړاندې د امریکا له دې دښمنانه اقدام سره د مخالفت اعلان کړی دی.
د ورځپاڼې په وېنا، «د تاریخ تر ټولو ویجاړوونکې اقتصادي جګړه» هغه تعبیر دی چې دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ایران پر وړاندې د امریکا د اقتصادي جګړې د نوې مرحلې د تشریح لپاره کارولی دی.
ټرمپ په خپل پیغام کې ادعا کړې ده چي «ایران د توافق فرصت له لاسه ورکړی او اوس به په بېساري کچه له اقتصادي جګړې او انزوا سره مخ کیږي چې دا به تر اوسه بې سارې تر ټولو فلجکوونکې اقتصادي جګړه وي.
جوان لیکي: ټرمپ هغو هېوادونو ته هم ګواښ کړی چې له ایران سره مرسته کوي او لیکلي یې دي: «هر هېواد چې خپلو مالي بنسټونو، سوداګریزو ادارو، هوايي ډګرونو یا دولتي ادارو ته اجازه ورکړي چې له ایران سره هر ډول اقتصادي مرسته وکړي، خپله به له سترو اقتصادي پایلو سره مخ شي.»
د ورځپاڼې په وېنا، هغه له خپلو متحدانو غوښتي چې د «ایران د منزوي کولو او د دغه ګواښ د ماتولو» لپاره له واشنګټن سره په دې کمپاین کې یوځای شي. جوان زیاتوي چي له چین څخه وروسته، روسیه، ترکیه او عراق هم د ټرمپ له دې کمپین سره د یوځای کېدو سره د مخالفت اعلان کړی دی.
ورځپاڼه همداشان په دې هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي غبرګون ته هم انعکاس ورکړی دی او لیکلي دي: د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د ایران پر وړاندې د «اقتصادي جګړې د پیل» په اړه د ټرمپ ګواښ له داخلي مالي بحرانونو او ګرانیو څخه د امریکا د خلکو د پام اړولو هڅه وبلله او ویې ویل: «پر ناکامو سیاستونو ټینګار او د هغو دوام به یوازې لا ډېرې ماتې ور په برخه کړي او د ایرانیانو د دښمنۍ لامل به شي.»
د جوان له راپور سره سم، هغه پرون ماښام هم په یوه ټویټ کې د هغو امریکايي ولسمشرانو پخوانیو څرګندونو ته په اشارې چې د «فلجوونکو بندیزونو»، «اعظمي فشار» او «بې قید او شرطه تسلیمۍ» خبرې یې کړې وې، ولیکل: «موږ دا فلم مخکې کتلی؛ هماغه پخوانۍ کیسه ده، یوازې بدماشان یې بدل شوي دي.» د ورځپاڼې په وېنا، د هغه مرستیال کاظم غریبآبادي هم د تېرو میاشتو پوځي هڅو ته په اشارې سره، چې د واشنګټن مطلوبه پایله یې نه ده ورکړې، وویل: «پوځي جګړې پایله ورنه کړه، اوس یې د خپلې بلې ماتې نوم «اقتصادي جګړه» ایښې ده.
کیهان ورځپاڼه
دغې ورځپانې بیا د یمن او سعودي تر مینځ وروستیو لانجو او د مکې هوکړې ته کتنه کړې ده او لیکلي دي: یمن په عربستان باندې حمله کړې خو ترکیه او پاکستان یوازې ننداره کوي.
ورځپاڼه زیاتوي: په داسې شرایطو کې چې د یمن جګړه د نامتقارنې مقابلې یوې نوې مرحلې ته ننوتې، یمني ځواکونه د نجران هوايي ډګر او د ارامکو تاسیساتو په نښه کولو او د بېړیو د تګ راتګ په لارو کې د ګډوډۍ رامنځته کولو په وسیله هڅه کوي چې د ریاض پر وړاندې د جګړې معادله بدله کړي؛ په همدې حال کې، د سعودي متحدان، یعنې ترکیه او پاکستان، چې د نفتي ډالرو په ترلاسه کولو یې د «مکې» درې اړخیز تړون لاسلیک کړی و، لا هم لاس تر زنې ناست دي او یوازې ننداره کوي!
کیهان وړاندې د یمن له خوا د سعودي محاصره، د دې هیواد په هوایي میدانونو او په تیلي تاسیساتو باندې د یمن بریدونو ته اشاره کوي او لیکي: سره له دې چې یمن په دې وروستیو کې د سعودي پر خاوره بریدونه کړي، د سعودي، پاکستان او ترکیې ترمنځ د ګډ دفاع تړون، چې پکې ویل شوي «پر یوه غړي وسلهوال برید، پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي»، تر اوسه یې هېڅ عملي ګډ غبرګون نه دی ښودلی.
ورځپاڼه زیاتوي: د روانو ګواښونو پر وړاندې دغه چوپتیا د ناټو د پنځمې مادې په څېر د دې مادې اغېزمنتیا تر پوښتنې لاندې راوستې او اوس په ټولنیزو رسنیو کې د ملنډو موضوع ګرځېدلې ده. ځینې رسندویې فعالان په طنزیه ډول وايي، له دې مادې موخه دا وه چې پر یوه غړي له برید وروسته، نور غړي مکلف دي چې یوازې د برید ننداره وکړي!
سیاست روز ورځپاڼه
دغه ورځپاڼه بیا د امریکا له خوا د یوې نوې فوځې طرحې د اعلان خبر ورکړی او لیکلي دي چي دا طرحه به هم ناکامه شي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي: د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د «لومړني څو مليتي یرغلیز ډرون ځواک» د جوړولو له یوې طرحې خبر ورکړی دی. د سنتکام د رسمي خبرپاڼې له مخې، دغه ځواک به له هغو بېپیلوټه الوتکو او بېپیلوټه سمندري وسایطو جوړ وي چې په هوا، د اوبو پر مخ او تر اوبو لاندې فعالیت کوي، او ټاکل شوې ده چې د امریکايي ځواکونو او د امریکا د سیمهییزو شریکانو یعني، اسرائیل رژیم او عربي هیوادونو په ګډون جوړ شي.
ورځپاڼه زیاتوي: دا د سنتکام له خوا د «پیاوړي» فوځي پلان په نوم طرحه په داسې حال کې مطرح کېږي چې خپاره شوي راپورونه د امریکا د وسله ایزو زیرمو له بحراني وضعیت څخه حکایت کوي. په ځانګړي ډول، له ایران سره په جګړه کې د امریکا د هوایي دفاع توغندیو د زېرمو د سخت کمېدو او د سلاکوټونو د بیا ډکولو او د تولید په برخه کې د امریکا بې وسي، چي اوس د ټرمپ او د هغه د جنګ وزیر لپاره په یوه ستره ننګونه بدله شوې ده.
سیاست روز لیکي: د سنتکام هغه طرحه چې له متحدینو سره د ډرونونو او وسلو پر ګډ تولید ولاړه ده، که څه هم د امریکا د نامناسبو بشري او مالي سرچینو او په نړیواله کچه پر دغه هېواد د سخت بېباورۍ له امله په لنډمهال کې غیر عملي ښکاري؛ خو دا طرحه تر ډېره پر کاغذ یوه طرحه بلل کېدای شي چې موخه یې پر ټرمپ د فشار کمول او د خپلو متحدینو پر وړاندې د امریکا د واکمنۍ د دوام لپاره زمینه برابرول دي.
ورځپاڼه د مطلب په پاې کې زیاتوي: دا چلند ښيي چې له یوې خوا پوځيپالنه لا هم د امریکا لومړیتوب دی او له بلې خوا غواړي په بېلابېلو پلمو سره په سیمه کې خپل حضور ته دوام ورکړي. په داسې شرایطو کې، د ایران په څېر خپلواک هېوادونه د خپل او د سیمې د امنیت د ساتنې او له احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره له پوځي توان د پیاوړي کولو، له دفاعي حالت څخه د برید لپاره د وړتیاو د زیاتولو تګلارې ته د بدلون او پر هرمز تنګي د ولکې، له کارولو پرته بله لاره نه لري.
د افغانستان مطبوعات
د افغانستان د مطبوعاتو په سر کې د اطلاعات روز ورځپاڼه را اخلو چي په دې هیواد کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د مخالفو وسله والو ډلو بریدونو ته کتنه کړې ده او په دې اړه یې یو مطلب خپور کړی دی.
په مطلب کې راغلی دی: پنځه کاله کېږي چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي او په دې موده کې یې پر ټول افغانستان د بشپړ کنټرول ادعا کړې ده. خو په همدې موده کې مخالفې وسله والې ډلې، لکه د ملي مقاومت جبهه او د ازادۍ جبهه، څو ځله په پنجشېر، بغلان، بدخشان او تخار کې د عملیاتو خبرونه ورکړي؛ هغه راپورونه چې طالبان یې عموماً ردوي یا کماهمیته یې ښيي. خو د ورځپاڼې په وېنا، تر اوسه دغو عملیاتو د طالبانو ځمکنی کنټرول جدي نه دی ننګولی.
ورځپاڼه وړاندې لیکي: اصلي پوښتنه دا ده چې ایا دا خواره واره بریدونه کولای شي د طالبانو د حکومت لګښتونه دومره لوړ کړي چې د حکومت او ټولنې ترمنځ واټن زیات شي، که یوازې یوه حاشیوي جګړه ده چې د هېواد پر سیاسي راتلونکي چندان اغېز نه لري؟
اطلاعات روز لیکي: د دې پوښتنې ځواب لپاره باید د جغرافیايي کنټرول او سیاسي مشروعیت ترمنځ توپیر وپېژنو. منظم پوځ کولی شي په څو ساعتونو کې یو ښار ونیسي، خو د خلکو له لاسه تللی باور بېرته ترلاسه کول ډېر وخت غواړي. چریکي جګړه همدغې تشې ته ننوځي؛ موخه یې عموماً د ښارونو نیول نه، بلکې بقا، د حکومت لپاره د لګښتونو زیاتول او دا باور ماتول دي چې اوسنی حکومت نه ماتېدونکی دی.
اطلاعات روز زیاتوي: خو یوازې د یوې وسلهوالې ډلې د فعالیتونو دوام، په خپله د یوه سیاسي نظام د کمزوري کېدو ضمانت نه کوي.
ورځپاڼه لیکي: د افغانستان په اړه باید د دوو کچو ترمنځ توپیر وشي. په پوځي کچه د طالبانو حکومت لا هم برلاسه دی او هېڅ یوې وسلهوالې ډلې تر اوسه پراخه سیمه تر خپل کنټرول لاندې نه ده راوستې.
اطلاعات روز ادعا کوي: خو په ټولنیزه او سیاسي کچه انځور پېچلی دی. له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو محدودول، د ښځو پر مخ د پوهنتونونو تړل، پر رسنیو فشار او د منتقدانو پراخې نیونې، طالبانو ته د پام وړ سیاسي لګښتونه اړولي دي.