-
ملګروملتو په غزې کې د سملاسی اوربند لپاره پریکړه لیک تصویب کړ
Dec 12, 2024 08:47پارس ټوډې- د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ په غوڅ اکثریت سره په غزې تړانګې کې فوری او بې قید او شرطه اوربند د پریکړه لیک مسوده تصویب کړه.
-
د تهران او انقرې ترمینځ د سوداګري ملګرتیاو هوکړه لاسلیک شوه
Dec 12, 2024 04:03د تهران او انقرې ترمنځ د سوداګریزو همکاریو تفاهم لیک د ایران د سړکونو او ښار جوړونې د وزیر او د ترکیې د سوداګرۍ د وزیر په شتون سره لاسلیک شو.
-
دمشق کښې ګرځبندیز ختم شو
Dec 12, 2024 03:55د سوریې د حکومت وسله والو مخالفینو د دغه هیواد په پلازمینه دمشق کې د ګرځبندیز د ختمیدو اعلان وکړ.
-
لبنان د صهیونیسټي رژیم له خوا سوریې د «حائل سیمې» نیواک وغنده
Dec 12, 2024 03:51د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټ رژيم لخوا د سوریې د بفر زون د نیواک غندنه وکړه.
-
د سویلي کوریا پخوانی دفاع وزیر ونیول شو
Dec 11, 2024 10:24د سویلي کوریا د دفاع پخواني وزیر د دې هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره د پوځي حالت په اعلانولو کې د همکارۍ په تور ونیول شو.
-
د ایران سمندري ځواکونه په بشري عملیاتو کې مهم رول لوبوي
Dec 11, 2024 10:11د ایران د سمندري ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایراني، په نوشهر کې د سمندري طب په نړیوال کنفرانس کې د دې په بیان سره چې دغه ځواک په بشر دوستانه عملیاتو کې مهم رول لري وویل: د ایران سمندري ځواکونه په ذاتي تحرک، ملاتړ او لوژستیک سره کولای شي چې د اړتیا وړ مرستې چمتو کولو، د لټون او ژغورنې عملیاتو ترسره کولو لپاره رول ولوبوي.
-
د "ماشې میکانیزم" پلي کولو د ګواښ په اړه، امریکا او اروپايي ټرویکا ته د ایران خبرداری
Dec 11, 2024 09:34په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني په یوه رسمي لیک کې، د اروپایي ټرویکا د تورونو په اړه اعلان وکړ: د « ماشې میکانیزم » د اجرا په تړاو هر ډول ګواښ نه یوازې رغنده نه دی، بلکې د ایران له پرېکنده ځواب سره به مخامخ شي.
-
د سوریې پیښې د امریکا او د اسرائیلو د کنټرول په کوټه کښې پلان شوي دي
Dec 11, 2024 08:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: په دې خبرې کښې باید شک ونکړو هغه څه چې په سوریې کښې رامینځته شول د امریکا او د اسرائیلو د کنټرول په کوټه کښې پلان شوي او د هغوې اصلي عاملان همالته دي.
-
د ایران د تیلو وزیر د اوپک پړاویز مشر شو
Dec 11, 2024 08:23د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزیر، په راتلونکي میلادي کال کې د نفتو د صادروونکو هېوادونو د سازمان (اوپک) د پړاویز مشر په توګه وټاکل شو.
-
یوازې د سوریې په شمال لوېدیځ کې لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي دي
Dec 11, 2024 07:59د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په سوریه کې په تېرو دوو اونیو کې په سلګونه ملکي وګړي ټپیان او لږ تر لږه ۷۵ کسان وژل شوي دي.