-
د نتنیاهو د نیولو حکم کافی نه دی باید د پانسۍ فیصله ئې صادره شي
Nov 25, 2024 12:00د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له زرګونو بیلابیلو بسیجي پرګنو سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې بسیجي مکتب او تفکر په خدای باندې باور او په ځان باندې د باور په دوو بنسټونو ولاړ دی ډاګینه کړه: دغه دوه ښه خصوصیات به د نړیوال استکبار په سیاستونو او پلانونو باندې د پریکنده غلبې عامل وي. بنسټونو ولاړ دی ډاګینه کړه: دغه دوه ښه خصوصیات به د نړیوال استکبار په سیاستونو او پلانونو باندې د پریکنده غلبې عامل وي.
-
د لبنان په جنوب کښې د حزب الله او د اسرائیلو د پوځیانو ترمینځ سخت جنګونه روان دي
Nov 25, 2024 09:45زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو پوځ له بیګا راهسې د لبنان په جنوب کښې په نبطیه سیمه کښې په ډیرو کلیو او ښارګیو باندې بمباریو ته دوام ورکړی او دا په داسې حال کښې دي چې د خیام ښارګي په شاوخوا کښې د اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو او د حزب الله د مبارزانو ترمینځ سخت جنګونه روان دي.
-
د صهیونیسټ رژيم پرضد د عملیاتو په نوي پړاو سره د لبنان د حزب الله د قدرت نندرې ته وړاندې کیدل:-
Nov 25, 2024 08:59د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په بې ساري ډول په نیواکي ټاټوبو کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ د مرکزونو پرضد پراخ عملیات ترسره کړل.
-
صهیونیسټ رژيم د لبنان په جبهې کښې د اوربند په لور حرکت کوي
Nov 25, 2024 08:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «معاریو» صهیونیسټي ورځپاڼې راپور ورکړ چې دغه رژيم د لبنان د جنګ په جبهې کښې د اوربند په لور حرکت کوي.
-
ایران د اسرائیلي خاخام په وژلې کښې د لاس لرلو ادعا رد کړه
Nov 25, 2024 07:27زمونږ خبریال راپور راکړی په ابوظهبۍ کښې د ایران سفارت په متحده عربي اماراتو کښې د صهیونیسټ رژیم د خاخام د وژلې په ارتباط هرډول ادعا په پریکنده توګه رد کړه.
-
قالیباف: د پرمختللو سنټرفیوجونو د پرانستلو پیل د اژانس سیاسي کار ته ځواب دی
Nov 24, 2024 11:44د ایران د اسلامی شورا مشر د نویو او پرمختللو سنټرفیوژونو د لړۍ پیلول د ځینو هیوادونو لخوا د ایټمی انرجۍ د نړیوال آژانس د رییسه پلاوی د سیاسی کارونې په وړاندې د اسلامی جمهوریت غبرګون وباله.
-
په اردن کې د اسراییلو پر سفارت ډزې شوې دي
Nov 24, 2024 09:40د صهیونیسټي رژیم رسنیو اعلان وکړ چې په اردن کښې د اسرائیلو په سفارت ډزی شوی او پولیسو سفارت ته تلونکی لارې تړلی دي .
-
جوزپ بوریل د نړیوالې محکمې د حکمونو په اجرا او د اوربند په ټینګیدا ټینګار وکړ
Nov 24, 2024 03:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مسوول جوزف بوریل پرون قبرس ته د سفر په وخت وویل د اروپايي اتحادیې حکومتونه نشي کولای فیصله وکړي چي د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د جنګ د پخواني وزیر یواو ګالانټ پرضد د هیګ د نړیوالې جنايي محکمې لخوا د نیولو حکمونه اجرا کړي او که نه.
-
د صهیونیسټ ټروریسټي بانډ ټول مشران باید محاکمه شي
Nov 24, 2024 02:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت «ایت الله العظمی سید علي خامنه اي » په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې په عبري ژبې باندې یوې بیانیې کښې د صهیونیسټي جنایتکار او د ترهګر بانډ د ټولو مشرانو په محاکمه کیدا ټینګار وکړ.
-
انګلستان او فرانسه باید د روسیې پرضد د اوکراین د حملو بیه ورکړي
Nov 24, 2024 02:00په جینیوا کښې په نړیوالو ارګانونو کښې د روسیې دائمي استازي «میخائیل اولیانوف» ټینګار وکړ چې بریتانیا او فرانسه باید د روسیې په خاوره باندې د حملې لپاره له اوکراین سره د مرستې بیه ورکړي.