-
صهیونیسټ رژیم د غزې په کمال عدوان روغتون بیا حملې وکړې
Nov 24, 2024 01:44ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په غزې تړانګه کښې ځايي سرچینو نن راپور ورکړ چې صهیونیسټ رژيم په بې پایلوټه الوتکو سره د غزې ښار په «کمال عدوان» روغتون باندې حملې کړي دي.
-
د فلسطین حماس غورځنګ د اسرائیلو په یوه مرکز دوه توغندي ویشتلي دي
Nov 24, 2024 01:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې شهید عزالدین قسام غونډ د صهیونیسټانو لخوا د نیول شویو ځمکو په جنوب کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ په اډې باندې د توغندوي حملې خبر ورکړ.
-
د اسرائیلو ښارګي میشته صهیونیسټانو په لومړي وزیر نیوکه وکړه
Nov 24, 2024 01:20مهر خبري اژانس راپور راکړی د تل اویو په جنوب کښې صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د لومړي وزیر نتانیاهو په سیاستونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
-
د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو حکم صادرېدل د فلسطین د ملاتړو بریا ده
Nov 23, 2024 03:44د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي چارو مرستیال کاظم غریب آبادي د بنیامین نتانیاهو او یوف ګالنټ د نیولو په اړه د نړیوالې جنایي محکمې حکم او د دغې تاریخي فیصلې اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه: دغه پریکړه د فلسطین د مظلومو خلکو، د مقاومت محور او د هغوی د ملاتړو لپاره یوه ستره بریا او د صهیونیسټي رژیم او د هغوی د ملاتړو لپاره یوه ناکامي ده.
-
ایران او عربستان د حقوقي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
Nov 23, 2024 03:37د ایران او عربستان استازو د عربستان په پلازمېنه ریاض کې د صنعتي ډیزاینونو د حقوقو د تړون د ډیپلوماتیکې غونډې په څنډه کې، له یو بل سره وکتل او د دواړو لورو ترمنځ یې د حقوقي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
-
په لبنان کې ۲۲۶ روغتیايي کارکوونکي او ناروغان وژل شوي او ۱۹۹ تنه نور ټپیان دي
Nov 23, 2024 02:56د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د صهیونیسټي رژيم د جنګي الوتکو د هدفي بریدونو له امله، د لبنان د طبي کارکوونکو او ناروغانو د شهیدانو شمېر، د اوکراین او غزې له جګړه څخه زیات دی.
-
د «فلسطین ۲» بالسټیک توغندي سره د صهیونیسټي رژيم «نواتیم» اډه په نښه شوه
Nov 23, 2024 02:48د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځ د صهیونیسټي رژیم د «نواتیم» هوایي اډه یې په توغندیزې حملې سره په نښه کړې ده.
-
د ایران او پاکستان د پوهنتوني اړیکو پراختیا
Nov 22, 2024 03:55په اسلام آباد کښې د ایران د کلتوري صلاحکار او د پاکستان د لوړو زدکړو د کمیشن د مشر ترمینځ کتنه کښې د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د پوهنتوني اړیکو د پراختیا په اهمیت ټینګار وشه.
-
پيښور کښې له غزې او مسجدالاقصی د ملاتړ په چورلیز، د اسلامي امت د وحدت کانفرنس جوړ شو
Nov 22, 2024 03:46پاکستاني پوهانو د«لبیک یا غزه، لبیک یا اقصی» په نوم د اسلامي امت د وحدت او یووالي په کانفرنس کښې د مقاومت د چورلیز د شهیدانو لوړ مقام ته احترام وکړ او د غزې له مظلومو خلکو یې ملاتړ وکړ.
-
حماس او جهادِ اسلامي غورځنګونو او اروپايي اتحاديې د نتانیاهو د نیولو د حکم هرکلی کړی
Nov 22, 2024 03:37حماس غورځنګ پرون په دې هکله وویل: مونږ د نتانیاهو او ګالانټ په شان ترهګرو لپاره د توقیف د حکم له صادریدو هرکلی کوو.