Pars Today
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام غونډ په یوې بیانیې کښې د لویدیځې غاړې په شمال کښې د اردن په غور سیمه کښې د ډزو چې یو صهیونیسټ عسکر پکښې ووژل شو مسوولیت پرغاړه واخیست.
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د غزې په مینځګړو باندې غږ وکړ چې د نورو خبرو اترو د ترسره کولو پرځاې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا د اوربند پلان اجرا کړي.
زمونږ خبریال راپور راکړی په زاپروژیا اټومي بټۍ باندې د اوکراین د پوځیانو له حملې وروسته د دغه بټۍ په سړونکي برج کښې اورلګیدلی.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل د امریکا او ځینو لویدیځو هیوادونو د دوه ګوني معیارونو عملي کیدو د غزې په تړانګې او د سیمې په هیوادونو کښې د ترهه ګرۍ او جنایتونو په ترسره کولو کښې د صهیونیسټ رژیم نور هم ګستاخ کړی دی .
د (ایسنا) د خبر له مخې، د ایران کاروان د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک کی د ۳ سرو زرو، ۶ د سپینو زرو او ۳ د برونزو په مډالونو سره ټولټال ۱۲ مډالونه وګټل.
د ایران د (ایسنا) د راپور له مخې، د بنګله دېش استعفا شوې لومړۍ وزیرې "شیخ حسینه" له خپلې استعفا وروسته له "اکنامک ټایمز" مجلې سره په لومړۍ مرکه کې امریکا د هغې د حکومت په ړنګولو کې په لاس لرلو تورنه کړه.
د میانمار د وحشي ډوله پوځ سره اړونده یوې بې پيلوټه الوتکې د میانمار پر روهینګیائي مهاجرینو برید وکړ چې له امله ئې کابو دوه سوه کسان ووژل او دغه راز ئې نور په لسګونو نور ټپیان شوي دي.
صهیونیسټ رژیم په داسې حال کې په غزې باندې خپلو حملو ته دوام ورکوي چې نن سهار هم د دغه ښار په یو شمیر استوګنو سیمو د دغه رژیم له خوا په پرلپسې ډول حملې شوي دي.
د آسټریلیاخارجه وزیرې د صهیونیسټي رژيم د خزانې د چارو د وزیر د څرګندونو په محکومولو سره ووئیل، د عامو خلکو وږي ساتل یو جنګي جنایت دی او باید اسرائيلي رژيم ئې ځواب ویونکی ووسي.
د ایران د اسلامی شورا مشر په ؛التابعین مدرسې؛باندې دغزې ښار په لمونځ ګوزارو باندې د وحشي صهیونیسټانو حمله د بشریّت په ضد جنایت، نسل وژنه او جنګی جنایت وبالۀ.