-
د مصر د بهرنیو چارو وزیر: نړیواله ټولنه د غزې په ازموینه کې ناکامه شوه
Jul 28, 2025 02:23د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطی، په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو دوام ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه په دې ازموینه کې ناکامه شوه.
-
د سیمې د مشکلاتو د حل حقیقي لاره د صهیونیسټ رژيم نابودۍ ده
Jul 26, 2025 11:34ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر «یاسر الحوري» په دې خبرې سره چې زمونږ ملت نه یوازې د غزې تړانګې له خلکو په ملاتړ کښې د خپلو عملیاتو له پایلو ویره نلري بلکې د خپلو پوځي عملیاتو په زیاتولو باندې د غور کولو په حال کښې دی ټینګار وکړ د سیمې د مشکلاتو د حل حقیقي لاره چاره د صهیونیسټ رژيم نابودول دي.
-
د ایران په زاهدان کې د عدلیې پر ودانۍ برید کې لږترلږه ''اته کسان شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان دي''
Jul 26, 2025 11:00زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت ځايي چارواکي وايي، برید له ځايي وخت سره سم سهار اته نیمې بجې پیل شو.
-
د ایران او د دریو اروپايي هیوادونو ترمینځ د استانبول د غونډې نتیجې:-
Jul 26, 2025 10:22د بندیزونو ختمول او د یورانیمو د بډایه کولو په حق باندې ټینګار د استانبول په تیرې جمعې ورځې غونډې کښې د ایران اجنډا وې.
-
د سوریې په سویدا کښې له زرو زیات کسان وژل شوي
Jul 26, 2025 09:47ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د بشري حقوقو څارونکي موسسې په یوه راپور کښې د سویدا ولایت په جنګونو کښې د یوزر او درې سوه شپږ څلویښت کسانو د وژل کیدا خبر ورکړ.
-
له روسیې سره د جنګ ختمول د ولسمشر د سیاسي ژوند د پاې په معنا دی
Jul 26, 2025 09:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې فیډراسیون د شورا د مشر مرستیال «کنسټانټین کوساچف» په دې خبرې سره چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سولې ته د رسیدا په لاره کښې اصلي خنډ دی ټینګار وکړ د اوکراین ولسمشر په ښه ډول پوهیږي چې له روسیې سره د جنګ ختمول به د ده د سیاسي عمر ختمیدل ځان پسې ولري.
-
د غزې د نسکوریدا په بڼه کښې به هیڅ عرب هیواد په امان کښې نه وي
Jul 26, 2025 09:07ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د پارلمان نائب رئیس «حسن خریشه» د غزې تړانګې په هکله د اسلامي نړۍ د سمدستي تحرک پرضرورت باندې ټینګار سره د هر ډول ځنډ او د هغه د درندو پایلو په باره کښې عربي او اسلامي هیوادونو ته سخت خبرداری ورکړ او ویې ویل که چیرې د غزې تړانګه نسکوره شي نو هیڅ عربي پلازمینه به په امان کښې نه وي.
-
د ډيپلوماسۍ د میدان سرتیري د جنګ په اوږدو کښې د اتلواله وسله والو ځواکونو په څنګ کښې ودریدل
Jul 26, 2025 08:29عباس عراقچي وویل د دولس ورځني جنګ په سخت خو ویاړ رامینځته کونکي پړاو کښې د خارجه وزارت ټول مدیران په خپلو دفترونو کښې موجود وو او هماغه راز چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمائیل د ډيپلوماسۍ میدان د پوځي میدان په څنګ کښې سره یوځاې مخ ته لاړل او دغه دولس ورځنی جنګ د میدان او د ډيپلوماسۍ د غږملتیا ښکاره بیلګه ده او د وسله والو ځواکونو مټ په مټ چې واقعا په اتلواله توګه د نویو وسلو د لرونکو دوو پوځونو په مقابل کښې یې د ایران دفاع وکړه او د دې ترڅنګ زمونږ ډيپلو
-
په العدید اډې د ایران برید امریکا ته ارزښمن درسونه ورکړل
Jul 26, 2025 08:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «نیوزویک» اونیزې په یوه مطلب کښې د ایران په اټومي مرکزونو باندې د واشنګټن د یرغل د غچ اخیستلو لپاره په قطر کښې د امریکا په العدید اډې باندې د تهران برید د امریکا په متحدانو باندې د چین او د شمالي کوریا د احتمالي حملې په بهیر کښې د امریکا لپاره ارزښمنې تجربې وبللې.
-
د اسرائیلو نیواکګر رژیم نور اتیا فلسطینیان شهیدان کړل
Jul 26, 2025 07:28زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم بریدونه دوام لري او په بمباریو کښې نور اتیا کسان هم شهیدان شول.