Dec 07, 2023 13:36 Asia/Kabul
  • د جاپان په رستوران کې ګاهک ته څپېړه ورکول کېږي خو ولې؟

زموږ خبریال راپور راکړی د جاپان په یوه رستوران کې خلکو او ګاهکانو ته د اسنیکس(Snacks) یعني د ډوډۍ له ورکولو مخکې ګاهکانو ته په مخ د څپېړې د ورکولو یو سرویس معرفي شوی دی.

په مرکزي جاپان کې په نګویا ښار کې په «شاچي هوکویا ازاکایا» نومې رستوران کې ګاهکانو ته د ډوډۍ او د اوبو له وړاندې کولو مخکې، ښځینه کارکوونکي ګاهکانو ته په مخونو باندې څپېړې ورکوي.

ویل کېږي چې د دغه عجیبه او د لانجمنو څپېړو د ورکولو په وجه د دغه رستوران کاروبار بیخي زیات شوی دی او هلته ورتلونکي اکثره کسان غواړي چې د رستوان د ښځینه عملې او کارکوونکو لخوا څپېړې وخوري.

په پیل کې دغه څپیړه د «شاچي هوکویا ازاکایا »رستوران د عملې یوې ښځینه کارکوونکي د ګاهګ په سپارښتنه او غوښتنه ورکوله، خو اوس د څپیړو د ورکولو د تقاضا او غوښتنې په زیاتېدا سره د څپېړو د ورکولو لپاره نورې انجلۍ هم په کار ګومارل شوي دي.

د جاپان په دغه رستوران کې ګاهک ته د یوې څپیړې د ورکولو په بدل کې سل جاپاني ین(Yen) اخیستل کېږي.

دغه د څپېړې د خوړلو کار د جاپان د ښځو او د سړیو په ګډون په ډېرو تجسس لرونکو خارجي سیلانیانو کې هم ډېر محبوبیت موندلی دی.

ویل کېږي څومره زوره وره څپېړه چې ګاهک ته ورکړل شي، نو هغومره ګاهک خوشحالېږي او د ځان په ریلیکسولو سره د څپېړې ورکوونکي مېرمنې مننه هم کوي.

ټیګونه