Feb 20, 2024 13:11 Asia/Kabul
  • یوې خور د ورور له مړ جسد سره پنځه کاله یو ځای تیر کړي

د اسټرالیا په گیلونگ ښار کې یوې خور د خپل ورور د مړ جسد سره په یوه کور کې پنخه کاله تیر کړي.

رسنیو د ډیلي میل خبري اژانس له قوله خبر ورکړی چې یوې اویا کلنې میرمنې د اسټرالیا په ګیلونګ ښار کې په تر ټولو قیمتي کور کې د خپل ورور له جسد سره یو ځای پنځه کاله تیر کړي.

را پور زیاتوي، د یادې میرمنې د یادې چارې په اړه هیڅ چارواکی او د سیمې خلک خبر نه وو، خو د یوه ناڅرګندې موضوع موضوع اړوند د پلټنې پر مهال پولیسو یاده میرمن نیولې او د هغې د ورور مړ جسد یې موندلی.

Image Caption

 

پولیسو ویلي؛ د پلټنې پر مهال یې د یادې میرمنې په کور کې د هغې د ورور مړ جسد ومونده چې په پنجره کې یې یواځې هډوکې پاتې وو.

دغه راز پولیسو په یاد کور کې کثافات، د انسان فاضله مواد، خراب شوې خوراکي توکې او د کور په هر لور کې بې شمېره ژوندي موږکان هم موندلي.

د یاد کور ګاونډیانو ویلي؛ دوی هم شک درلود چې په دې کور کې ډارونکې څه شته، ځکه د بویونو له ویرې یې ماشومان بهر نه تلل.

د سیمې ځای خلکو ویلي؛ یاد کس چې اوس یې یواځې هډوکی پاتې دي، دوی په ۲۰۱۸ کې ژوندی لیدلی وو.

پولیسو د یاد کس د مړینې د لامل د څرنګوالې په اړه پلټنې پیل کړي او اویا کلنه خور یې ورته له کوم الزام پرته ازاده کړې.

 

ټیګونه