یوه ماموره چې ۱۰۸ میلیونه ډالر درغلي یې کړې
(last modified Sun, 03 Mar 2024 12:44:37 GMT )
Mar 03, 2024 17:14 Asia/Kabul
  • یوه ماموره چې ۱۰۸ میلیونه ډالر درغلي یې کړې

یوه ماموره چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن پوځ په غولولو یې یو سلو اتیا میلیونه ډالر درغلي کړې ده. د متحده ایالاتو د اردو یوې کارمندې اعتراف کړی چې د نړۍ ترټولو ځواکمن پوځ ته یې د ګاڼو، جامو، موټرو او املاکو په ګډون د شخصي شیانو د اخیستلو لپاره د 108 میلیونه ډالرو خیانت کړی دی.

۵۷ کلنه جینټ یاماناکا میلو د ټکساس ایالت په سان انتونیو کې د فورټ سام هوسټن کې د ملکي مالي پروګرام د رییس په توګه د کار کولو پرمهال له حکومت سره د درغلۍ او د 108 میلیونه ډالرو اختلاس په تور تورنه شوې وه.
د سان انتونیو ایکسپریس نیوز راپور ورکړی چې جینټ د تیر دسمبر په میاشت کې وروسته له هغه چې تورنه شوې وه د بریښنالیکي درغلۍ او د مالیې ورکولو د پنځه جعلي حسابونو په جرم اعتراف وکړ.
په قضیه کې د اسنادو له مخې، اغلې جینټ په مکرر ډول جعلي اسناد وړاندې کړي چې د ماشومانو او لویانو روغتیا لپاره یې له اردو څخه د تمویل غوښتنه کوي.
را پور وایي، چې دې ادارې هیڅ خدمت نه دی کړی او پرځای یې د میلیونونو ډالرو ګاڼو، جامو، 80 موټرو او موټرسایکلونو او 31 ملکیتونو په اخیستلو کې پیسې کارولې.
درغلي کوونکې میرمن جینټ په 2016 کې دنده پیل کړې وه.

Image Caption
Image Caption