کوم ځناور او مرغان خوب نه کوي؟
زمونږ خبریال راپور راکړی بیده کیدل یعني خوب کول د ټولو انسانانو او د ځناورو د ژوند مهمه برخه ده خو تاسو به د دغه خبرې په اوریدو سره بیخي حیرانه شئ چې ځینې داسې ځناور هم شته چې له میاشتو میاشتو خوب کولو پرته ژوندي پاتې کیدلای شي.
زرافه یو داسی ځناور دی چې ډیر کم بیده کیږي یعني ډیر کم خوب کوي او دغه ځناور په خپلو پښو باندې دریدا سره څو دقیقې سترګې پټوي او بیا راویښیږي.
د فیل خوب هم ډیر کم وي او فیل په ورځ کښې له دریو څخه تر څلورو ساعتونو پورې بیده کیږي او هغه هم د شپې په مهال.
دغه راز سانډه ځناور ته هم ډیر کم د خوب ضرورت پیښیږي او هغه په ورځ کښې کابو څلور ساعته بیده کیږي.
سانډه دغه خوب په شپه او ورځ کښې په لږ لږ شان وققې سره پوره کوي.
شارک کب د سا د اخیستلو لپاره حرکت کولو ته ضرورت لري نو ځکه خو هغه د نورو ځناورو په شان زیات خوب نه کوي.
د شارک کبانو« ګریټ وایټ» په شان ځينې ډولونه په پرله پسې په اوبو کښې ګرځي او ځینې ډولونه یې له لسو څخه تر دیرشو دقیقو پورې لږ شان خوب کوي.
د شارک کبانو د «اورګاز» بچیان له زیږیدا وروسته لومړۍ څو میاشتې هیڅکله خوب نه کوي او هغوې د خپلو میندو شاته ګرځي او په اوبو کښې په لمبو وهلو سره ارام کوي.
د چنګاښو ( چنډخو) یو ډول یعني بل فراګ هم شپه او ورځ حرکت کوي او د دغه چنګاښ د بیده کیدا هیڅ کوم خاص وخت نه وي په تیره بیا د نسل د زیاتولو په موسم کښې خو دغه چنګاښ هیڅکله هم نه ویده کیږي.
د الپاین سویفټ(Alpine Swift) په نوم مرغۍ د خپل اوږد الوت په وجه مشهوره ده او دغه مرغۍ د خپل ژوند زیاته برخه په الوت کولو کښې تیروي.
الپاین سویفټ مرغۍ د هجرت په وخت په پرله پسې شپږ میاشتې الوت کوي او د مهاجرت په وخت دغه مرغۍ ډير کم ارام کوي.
اسونه هم په ورځ کښې له دوو څخه تر دریو ساعتونو پورې ویده کیږي او دغه خوب هم په شپه او ورځ کښې د څو دقیقو په دمې سره پوره کوي.
په عام ډول اسونه په ولاړه بیده کیږي.
هوسۍ یعنې غرڅې هم کابو دوه ساعته ویده کیږي چې دغه خوب په شپه او ورځ کښې له دریو څخه تر پینځو دقیقو په وقفې کولو سره پوره کوي.
د ډولفن کب «باټل نو»ز (Bottlenose) ډول دغه صلاحیت لري چې د هغه نیم دماغ بیده وي او د خوب په وخت یې نیم دماغ کار کوي.
دغه ډولفین کب د ویده کیدا په وخت له ښکاریانو څخه د ځان د بچولو لپاره ځرک وي.
له نیمو دماغو سره سره دغه ډولفین کب د نیم ساعت په څو وقفو سره خپل خوب پوره کوي.