Mar 05, 2024 16:05 Asia/Kabul
  • په وجود کې د یو بل زړه پیوند کولو وروسته د څلور لسیزې ژوندي پاتې کېدو نړیوال ریکارډ

یو تن چې د ټرانسپلانټ عملیات یا وجود کې یې د عملیاتو په وسیله بل زړه نصب کړی وو، د څلور لسیزې ژوندی پاتې کېدو له امله یې نړیوال ریکارډ جوړ او ګینس په کتاب کې یې نوم ثبت شو.

برټ یانسن څلور لسیزې وروسته له هغه چې د زړه په جدي ناروغۍ اخته و او فقط شپږ میاشتې یې د ژوندي پاتې کېدو اټکل وو، د رویټرز په وینا د زړه په ټرانسپلانټ یا بل زړه پیوند کولو سره یې د ترټولو اوږد ژوند کولو ریکارډ مات کړ او د ګینس په نړیوال ریکارډ کې یې نوم ثبت شو.

Image Caption

 

۵۷ کلن هالنډی وګړی برت یانسن له ۳۹ کلونو راهیسې د زړه په ټرانسپلانټ یا پیوند شوي زړه سره ژوند کوي.

د هغه د زړه انتقال په 1980 کال کې د لندن په شمال لویدیځ کې د اکسبریج په هیرفیلډ روغتون کې ترسره شو.

یانسن وایي، د ټرانسپلانټ په وخت کې مې عمر اتلس کاله وو، خو لا هم د هغه کس د ډالۍ څخه منندوی یم چې ماته یې خپل زړه هدیه کړ.

هغه واده او دوه ماشومان لري او وایي، چې د زړه ټرانسپلانټ سره د تر ټولو اوږد ژوند کولو ریکارډ جوړولو له امله د ویاړ احساس کوم.

د زړه ټرانسپلانټ څه شی دی؟

د زړه ټرانسپلانټ یو جراحي پروسیجر دی چې په ترڅ کې د بسپنه ورکوونکي څخه د زړه لیږدول د هغه ناروغ بدن ته لیږدول کیږي چې د زړه په ناکامۍ اخته وي.

Image Caption

 

دا عملیات یو مهم جراحي عملیات ګڼل کیږي چې موخه یې د هغو ناروغانو ژوند ژغورل دي چې نورمال طبي درملنه یې ناممکنه ده.

عملیات د وړ طبي کارمندانو په مرسته ترسره کیږي چې عملیات په خورا احتیاط سره ترسره کوي، او دا ممکن څو ساعته وخت ونیسي چې عملیات په بریالیتوب سره بشپړ شي.

 د زړه ټرانسپلانټیشن د ناروغانو د ژوند کیفیت ښه کولو کې مرسته کوي او د دوی د اوږد او غوره ژوندي پاتې کیدو چانس ډیروي.

 

ټیګونه