د لامبلو لپاره کوم وخت تر ټولو ښه دی؟
زمونږ خبریال راپور راکړی په عام ډول خلک د سهار په وخت له ناشته کولو یعني چای څښلو څخه مخکې حمام کوي یعني لامبي.
خو ځینې کسان له ناشتۍ کولو وروسته حمام کوي په تیره بیا د چټۍ په ورځ.
دا ډول خلکو ته یوې « ایورویدک »ډاکټرې ډیر بد خبر اورولی دی.
اینډیا ټایمز ورځپاڼې وویل د هندوستان «ایورویدک» ډاکټرې میرمنې« ریکها رادها موني» وویل له ناشتې وروسته سمدستي لمبیدل یعني حمام کول د انسان د بدن لپاره تاوان لري نو ځکه خو له ناشتې کولو وروسته له لمبیدا څخه باید ډډه وشي.
د هندوستان دغه ډاکټره وايي چې د لمبیدو په خاطر زمونږ بدن سړیږي او د بدن د درجه حرارت یعني د بدن د تودوخي د درجې د کمیدا مطلب دا دی چې زمونږ په بدن کښې د وینې څرخیدل او ګردش او د وینې د جذبیدا صلاحیت هم کمیږي.
په نتیجه کښې د ډوډۍ د هضمیدا پروسه په بد ډول اغیزمنه کیږي.
په «ایورویدا» درملنه کښې له خواړو وروسته سمدستي وروسته لمبیدل «ګناه» ګڼل کیږي.
د حمام کولو لپاره له ناشتۍ څخه له یو څخه تر درې ساعتونو پورې مخکې وخت تر ټولو ښه وخت دی.