د لامبلو لپاره کوم وخت تر ټولو ښه دی؟
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i147274-د_لامبلو_لپاره_کوم_وخت_تر_ټولو_ښه_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی په عام ډول خلک د سهار په وخت له ناشته کولو یعني چای څښلو څخه مخکې حمام کوي یعني لامبي.
(last modified 2024-03-07T08:13:28+00:00 )
Mar 07, 2024 12:40 Asia/Kabul
  • د لامبلو لپاره کوم  وخت تر ټولو ښه دی؟

زمونږ خبریال راپور راکړی په عام ډول خلک د سهار په وخت له ناشته کولو یعني چای څښلو څخه مخکې حمام کوي یعني لامبي.

خو ځینې کسان له ناشتۍ کولو وروسته حمام کوي په تیره بیا د چټۍ په ورځ.

دا ډول  خلکو ته یوې « ایورویدک »ډاکټرې ډیر بد خبر اورولی دی.

اینډیا ټایمز ورځپاڼې وویل د هندوستان  «ایورویدک» ډاکټرې میرمنې« ریکها رادها موني» وویل له ناشتې وروسته سمدستي لمبیدل یعني حمام کول د انسان د بدن لپاره تاوان لري نو ځکه خو له ناشتې کولو وروسته له لمبیدا څخه باید ډډه وشي.

د هندوستان دغه ډاکټره وايي چې د لمبیدو په خاطر زمونږ بدن سړیږي او د بدن د درجه حرارت یعني د بدن د تودوخي د درجې د کمیدا مطلب دا دی چې زمونږ په بدن کښې د وینې څرخیدل او ګردش او د وینې د جذبیدا صلاحیت هم کمیږي.

په نتیجه کښې د ډوډۍ د هضمیدا پروسه په بد ډول اغیزمنه کیږي.

په «ایورویدا» درملنه  کښې له خواړو وروسته سمدستي وروسته لمبیدل «ګناه» ګڼل کیږي.

د حمام کولو لپاره له ناشتۍ څخه له یو څخه تر درې ساعتونو پورې مخکې وخت تر ټولو ښه وخت دی.