ناسا په دوطلب ډول فضا ته د تلوونکو کسانو په لټه کې دی
ناسا اعلان کړی چې هغه کسان جذبوي چې په دوطلب ډول فضا ته تګ غواړي، د دې چارې غوښتوونکې څه ته اړتیا لري؟
ناسا د رضاکارانو په لټه کې دی ترڅو سپوږمۍ او شاید مریخ ته واستوي
سپیس ویب پآنې د خبر له مخې؛ ناسا د اپریل میاشتې تر دویمې نیټې د امریکایي اتباعو لخوا په ور استول شویو غوښتنو بیا کتنه کوي.
د دغه خبر له مخې؛ فضا ته تلوونکي غوښتوونکي کسان باید په ساینس، ټیکنالوژۍ او انجینرۍ برخو کې کې د ماسټرۍ سند ولري او د درې کالونو لپاره د کاري تجربې درلودلو د اوږد کورسونو اخیستو لپاره فزیکي چمتوالی ولري.
NASA وروستی ځل په 2021 کې د فضا سفر لپاره د رضاکار فضانوردانو لیست بیاکتنه وکړه.
په هغه وخت کې، 12,000 کسانو غوښتنلیک ورکړي وو، چې لس تنه ترې غوره شوي وو.
دوی له دوه نیم کلن روزنیز کورس څخه د سه شنبې په ورځ د مارچ په پنځمه فارغ شول.
د یادولو وړ ده چې ناسا لومړی ځل په ۱۹۵۹ کال کې د فضایي سفر لپاره د داوطلبانو غوښتنې ته بیا کتنه وکړه، خو ۶۵ کاله وروسته یې ۲۹۹ نارینه او ۶۱ ښځو په ګډون ۳۶۰ تنه ومنل.