Mar 24, 2024 12:05 Asia/Kabul
  • ګوګل او یوټیوب د پاکستان دوه کوچنیان امریکا ته وربللي

زمونږ خبریال راپور راکړی ګوګل او یوټیوب اینټرنیټ پاڼو د پاکستان کم عمره ویب لاګر محمد شیراز او د هغه کوچنۍ خور مسکان امریکا ته د سفر لپاره وربللي دي.

ګوګل او یوټیوب اینټرنیټ پاڼو د پاکستان کم عمره ویب لاګرز  محمد شیراز او د هغه کوچنۍ خور مسکان په یوه سیمینار کښې د ګډون لپاره امریکا ته وربللي دي.

د پاکستان کمر عمره ویب لاګر محمد شیراز په سوشل میډیا کښې په شیرازي نوم باندې مشهور دی او هغه د پاکستان د ګلګت و بلتستان ښاریز دی کوم چې په خپلو اینټرنیټ کلیپونو کښې خلکو ته د  خپلې سیمې ښکلاوې او ښکلي ځایونه ورښيي.

د ګلګت بلتستان د دغه ماشوم عمر یوازې شپږ کاله دی او په دغه کم عمر کښې هغه ډیر شهرت ترلاسه کړی دی.

د ګلګت بلتستان د دغه شپږ کلن ماشوم د شهرت وجه د هغه جذابیت او د هغه د خبرو ښکلی انداز دی چې خلک یې ډیر خوښوي.

 

ټیګونه