Mar 18, 2024 06:08
زمونږ خبریال راپور راکړی پرون سهار د هرات ـ کندهار پر لویه لار د هلمند ولایت د (ګرشک) ولسوالۍ د (یخچال) په سیمه کي د ټېلرموټر، موټر سایکل او د سلطان محمود غزنوي بس شرکت (۵۸۰) ډوله موټر تر منځ ټرافیکي پیښه رامنځ شوې چې تردې دمه د رارسیدلو شمیرنو له مخې چې رسینو سره شریک شوي (۲۱) تنوخپل ژوند له لاسه ورکړی او (۳۸) نور ټپیان شوي دي.