محمد جواد ظريف:
د فلسطين د مسئلې يوازېنۍ عادلانه حل لاره د رېفرېنډم کول دي
May 12, 2021 00:28 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير په يو ټوئيټ کښې وليکل: د فلسطين د قضيې يوازېنۍ عادلانه حل لاره د دغه وطن د حقيقي فرزندانو ارادې ته مراجعه او د رېفرېنډم کول دي.
د اېرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په يو ټوئيټ کښې وليکل، په مسجدالاقصی باندې حمله، د نمونځګزارو وژله او د ديني مقدساتو بې حرمتي د صهيونېسټ رژيم په نسل پرستانه او مجرمانه ماهيت باندې ترټو لوے دليل دے چې تل په سيمه کښې د امنيت، ارامښت او ثبات له منځه وړلو ترټولو بنيادي وجه ؤ او دے.
ټیګونه