ولسمشر روحاني:
د ايران ولس په اقتصادي جنګ کښې کامياب شو
May 23, 2021 15:09 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر تاکيد وکړ، د ايران ملت په اقتصادي جنګ کښې کامياب شو.
د اېرنا د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني نن د حکومت د اقتصادي غږملتياد کمېټۍ په غونډه کښې وويل: د هېواد په مختلفو صنعتي برخو کښې د توليد د ودې اندازه د امريکې له زيات نه زيات دباو د سياست په بې نتيجې والي ترټولو ښه ګواه ده چې خپله هغوي يې د دغو سياستونو د ماتې خوړلو په اعتراف مجبور کړي دي.
روحاني زياته کړه، په ويانا کښې ترسره شويو وروستيو خبرو اترو ته په پام سره چې امريکايانو په وضاحت سره د بنديزونو د ختمولو لپاره خپل چمتووالے اعلان کړے دے.
هغه همدارنګ وويل، خبرې اترې به دوام ومومي.
په دغه غونډه کښې د سرمائې په بازار کښې د حالاتو د ښه کېدو په اړه په تکميلي وړانديزونوبحث، څېړنه او فېصلې اوشوې.