د ايران سمندري مشقونه، صلحې ته د سيمې د هېوادونو رابلل
د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د سمندري ځواک د عملياتو مرستيال تاکيد وکړ د ايران د فوځي مشقونو پېغام صلحې ته د سيمې د هېوادونو رابلل دي.
نائب اميرالبحر غلام رضا طحاني د ځوانو خبريالانو له کلب سره په مرکه کښې په وروستيو کلونو کښې د فوځ د سمندري ځواک د مختلفو مشقونو د اجرا د تاثير په باره کښې وويل: د ټولو مشقونوپېغام صلح او دوستي او د سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره د ذمه وارانه مشارکت او ملګرتيا لپاره د سيمې هېوادونو ته بلنه ده.
هغه زياته کړه، د ايران، روسيې او چين سمندري ځواکونه دا قابليت لري چې په بحيرو او آزادو سمندرونو کښې د ډله ايز امنيت ټينګېدو لپاره خپل امتيازات شريکېدو ته وړاندې کړي.
د نائب اميرالبحر د وېنا له مخې د ايران اسلامي جمهوريت له هغو هېوادونو څخه دے چې يو مناسب سمندري پوزيشن لري او له دغه سمندري پوزيشن څخه د سمندري قوت لپاره استفاده کولې شي.
هغه همدارنګ وويل: اسلامي ايران د نړۍ د قوت رامنځته کولو او د تمدن جوړولو په مرکز کښې شتون لري او د فوځ سمندري ځواک د دغو هلوځلو محور دے.
هغه تاکيد وکړ، نن د دنيا لريو سيمو ته په پرله پسې د سمندري بېړيو په لېږلو د نړۍ مختلفو جغرافيو ته د دغه اميد پېدا کونکي حرکت د دوام د نښو نښانو کتونکي يوو.