په ایران کې په کرونا نور ۱۷۳ ککړکسان قرباني شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100952
 همداراز وئيل شوي دي په ایران کې تر دې دمه  درې میلیون  اته لکه شپږ څلویښت زره  پنځه سوه تنو ته کرونائي واکسن هم ورکړل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 29, 2021 16:20 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا نور ۱۷۳ ککړکسان قرباني شول

 همداراز وئيل شوي دي په ایران کې تر دې دمه  درې میلیون  اته لکه شپږ څلویښت زره  پنځه سوه تنو ته کرونائي واکسن هم ورکړل شوي دي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د  ایران  روغتیائي چارو وزارت  نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې  په کرونا ویروس دککړو نورو یو سل درې اویا کسانو په مړینې سره   په درست ایران کې تر  دې دمه د کرونائي قربانیانو شمیر  نهه اویا زره اوه سوه یو څلویښت تنو ته زیات شوی دی .

په دغې داعلامیې کې وئيل شوي دي ،دتشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس ، په تیرو شواروز کې په ایران کې په کرونا ککړ نور اوه زره یو سل اوه تنه پيژندل شوي چې له دوي  سره تر دې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر دوه میلیون اته لکه درې نوي زره دوه سوه شلو تنو ته رسیدلی دی .

 همداراز تر دې دمه په ایران کې  په درملنې پسې  کابو دوه میلیون څلور لکه پنځه ویشت زره  کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 همداراز وئيل شوي دي په ایران کې تر دې دمه  درې میلیون  اته لکه شپږ څلویښت زره  پنځه سوه تنو ته کرونائي واکسن هم ورکړل شوي دي .