د غبرګولی میاشت د ایرانی ملت تاریخ جوړونکی او برخلیک ټاکونکی میاشت ده
(last modified Tue, 01 Jun 2021 10:46:13 GMT )
Jun 01, 2021 15:16 Asia/Kabul
  • د غبرګولی میاشت د ایرانی ملت تاریخ جوړونکی او برخلیک ټاکونکی میاشت ده

ربیعی زیاته کړه جمهوریت ستره بریا ده چی په بیلا بیلو وختونو کې مو ساتلی ده او د رایو صندوقونه د ایرانی ملت د سرشیندونکی تاریخ ګران بیه میراث دی ، هغه میراث چی ورپاره ډیرې قربانۍ ورکړل شوي دي .

زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د حکومت ویندوی ښاغلی علی ربیعی نن په یوه ویډیویی کانفرنس کې وویل دغه ملت په کودتاګانو ، جنګ ، ترور ، بایکاټ او اقتصادی جنګ  او نورو ډیرو ټیټو هسکو سره مخامخ او له هغو تیر شوې دې .

ربیعی زیاته کړه جمهوریت ستره بریا ده چی په بیلا بیلو وختونو کې مو ساتلی ده  او د رایو صندوقونه د ایرانی ملت د سرشیندونکی تاریخ ګران بیه میراث دی ، هغه میراث چی ورپاره ډیرې قربانۍ ورکړل شوي دي .

د حکومت ویندوی همداراز وویل د رایو د صندوقونو په مرکزونو کی د خلکو شتون د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د دوامداره توجه وړ دی .

د ایران د ولسمشرۍ انتخابات د غبرګولی په ۲۸ نیټه ترسره کیږی .

 

ټیګونه