د ایران د ولسمشرۍ د کاندیدانو لومړنۍ مناظره ترسره شوه
ټاکل شوې ده ، د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ انتخابات د اوو کاندیدانو ترمینځ په سیالۍ سره د غبرګولې په اته ویشتمه یا د جون په اتلسمه نیټه په درست هیواد کې ترسره شي
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ د انتخاباتو د اوو کاندیدانو ترمینځ لومړنۍ مناظره پرون ناوخته د ایران د ټيلیویژني چینلونو په وسیله ترسره شوي او په دغې مناظرې کې کاندیدانو په اقتصادي برخې کې خپل پروګرامونه ولس ته وړاندې کړل .
ددغې سیالۍ یوه کاندید سعید جلیلی په دغې لومړنۍ مناظرې کې چې په اقتصادي موضوع سره ترسره شوي ، دخپل پروګرام په تشریح کولو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې دیوه اصل په توګه به دمحرومیّت ختمولو ته خاص توجه وکړي ، وئيلي ، باید د کارکسب ، دمعدنونو د فعالولو او د اوومو شیانو دخرڅلاؤ دمخنیوي لپاره په دقیقې پلانونې سره ، د ملی کرنسۍ د ارزښت دزیاتولو او د تولید دټوپ وهنې لپاره هڅه وشي .
ددغو سیالیو بل کاندید سیدابراهیم رئیسي هم د تولید دزیاتولو او د کارکسب دپیداکولو او دتولید روڼتیاته د پام لپاره :جذابیّت د خپلو پروګرامونو ترټولو مهم عنوان بللی او وئیلی ئې دي ، په مختلفو ډګرونو کې له فساد سره جدي مبارزه او د خلکو داقتصادي مشکلاتو دختمولو او د انفلیّشن د کنټرولو په ډګرونو کې هلې ځلې به دخپل پروګرام په لومړیتوب کې وي .
سید امیر حسین قاضي زاده هاشمي هم بیرزوګاري د ایران داقتصاد یوه ترټولو مهمه ستونزه بللې او په دې په ټيڼګار سره ئې چې باید د ملی کرنسۍ ارزښت زیات شي ، وئیلي ، د ونډو په بازار او بانکي حوزې کې ځيني اقتصادي او مالی قوانی باید د خلکو د ګټو د تامینولو او د اقتصادي مشکلاتو د ختمولو لپاره اصلاح شي .
علی رضا زاکاني هم ددې خبرې په کولو سره چې باید په درستو اقتصادي ، کلتوري ، مدیریّت ، اجتماع او دبهرني سیاست حوزو کې جدیّت او اصلاح ته مخه شي وئيلی دي ، د مدیریّت په حوزې کې تمرکز کول او دتولید پر ټوپ وهنې دهغه دحکومت تمرزک او لومړیتوب تر ټولو مهمه موضوع ده او له اقتصادي فسادسره مبارزه ، دیوان سالاري او همداراز اقتصادي وده او د شتمنۍ مناسب ویش به جدیّت سره تعقیب کړي .
محسن رضائي هم په دې په نیوکو سره چې له اقتصاد سره د حکومت رابطه او له ولس سره د اقتصاد رابطه منظمه شوې نه ده ، ، له خلکو سره اقتصادي مرستې ، دکار کسب رامینځة کیدا ، په کورونو کې دکارکسب پیدا کول ، د هستوګنې د کورونو جوړول او له بې وځلۍ سره جدي مبارزه د خپلو کارونو یو لومړیتوب بللی او ټينګار ئې کړی دی ، اقتصادي پروګرام چې ئې برابر کړی دی ، د اوسني دفلاعي سیاسی ایرنا تر څنګ به د یوه ستر اقتصادي ایران لامل شي .
محسن مهرعلی زاده هم ددې خبرې په کولو سره چې د پراختیا په تیره بیسا د اقتصادي پراختیا دتجروبه شوي علمي بیلګې نه ګرځول د هیواد یو مشکل دی وئيلی، دتولید دخنډونو ختمول ، پر تولید دمالیاتو معافول ، تولیدونکو سره د نغدو مرستې کول ، کارکسب رامینځةکول ، ټوریزم او ژواک چاپيریال د هغه دحکومت تر ټولو مهم پروګرامونه دي .
عبدالناصر همتي هم ټولنې ته د وړاندې کړائ شوو موقتي پیسو مخنیوی ، او د نقدینګۍ کنټرولول ، دکارکسب رامینځةکول ، ترټولو مهمې موضوعګانې بللی او وئيلی ئې دي ، دکرهڼې برخې او د خلکو اقتصاد ته جدي پام کول به په حکومت کې ترټولو مهم اصل وګڼي .
د ایران دولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ دانتخاباتو د اوو کاندیدانو ترمینځ لومړنۍ ټیلیویژنی مناظره پرون ناوخت تر درو ګنټو پورې شوي چې په دوو برخو ویشل شوي وه او اقتصادي موضوع ته بیله وه . ټاکل شوې ده ، د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو ترمینځ دوهمه ټيلیوژيني مناظره هم په سه شنبې او دریمه مناظره هم راتلونکي شنبې ورځې په همدغه ځاي کې ترسره شي .
ټاکل شوې ده ، د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ انتخابات د اوو کاندیدانو ترمینځ په سیالۍ سره د غبرګولې په اته ویشتمه یا د جون په اتلسمه نیټه په درست هیواد کې ترسره شي
Image CaptionImage Caption