IAEA   دې خپل حیثیّت په سیاسی دریځونو نه خرابوي 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101350-iaea_دې_خپل_حیثیّت_په_سیاسی_دریځونو_نه_خرابوي
 د ایټمي انرژۍ  د نړیوال آژانس  عمومی مدیر رافائل ګروسي  د دوشنبې په ورځې  په ویانا کې  په خبري کنفرانس کې  ادعا کړې ، چې  له اسلامی ایران سره د سیف ګارډز  د موضوعګانو په حل کولو کې  هیڅ پرمختګ نه دی شوی.دایران مسئولانو تل وئيلي  چې  مشارکت او ملګرتیابه وکړي ، او ځواب به ورکړي ، خو دغه کار ئې نه دی کړی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 08, 2021 08:00 Asia/Kabul
  • IAEA   دې خپل حیثیّت په سیاسی دریځونو نه خرابوي 

 د ایټمي انرژۍ  د نړیوال آژانس  عمومی مدیر رافائل ګروسي  د دوشنبې په ورځې  په ویانا کې  په خبري کنفرانس کې  ادعا کړې ، چې  له اسلامی ایران سره د سیف ګارډز  د موضوعګانو په حل کولو کې  هیڅ پرمختګ نه دی شوی.دایران مسئولانو تل وئيلي  چې  مشارکت او ملګرتیابه وکړي ، او ځواب به ورکړي ، خو دغه کار ئې نه دی کړی

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی،په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او دایمي استازي  کاظم غریب آبادي له رسنیو سره په خبرو کې روښانه کړې ده،د ایټمي انرژۍد نړیوال آژانس د عمومی منشي  وروستي دریځونه ،له ایران سره دملګرتیاؤ په وړاندې  د دغې ادارې  د سیکرټریټ  د یواړخیز کړچار او د خپل مینځیو ملګرتیاؤ او تعامل په سوئې دسترګو د پټولو ښودنه کوي  او دا د دواړو لورو ترمنیځ د راتلونکو تعاملاتو لپاره په یوه خنډ بدلیدلی شي .

 کاظم غریب آبادي  له رسندویو سره ددې خبرې په کولوسره چې  د آ ژانس راپور  د ایران او د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس  ترمینځ د ملګرتیا له مخینو سره هیڅ سمون نه خوري ،زیاته کړې ده ،  دغه راپور باؤري هم نه دی ، ځکه چې د تکیې وړ سرچینو باندې مشتمل نه دی  ، او همدناراز قانع کونکی هم نه دی ، ځکه چې ترلاسه شوي درست پرمختګونه او  دملګرتیاؤ ټول اړخونه نه منعکس کوي .

  هغه دغه راز روښانه کړې ده ، رغنده تعامل ، مثبت چاپيریال، له وارمخکې قضاؤت څخه ډډه کولو  او  مصنوعي  اندیښنو څرګندولو  او دغه راز  د څو  بې اهمّیته  او چټي موضوعګانو له ستر بریښولو څخه ډډه کولو ته ضرورت لري .

په ویانا کې  په نړیوالو اورګانونو کې د ایران سفیر دغه راز  یادونه کړې ، آژانس باید  له هرډول سیاسی ایجنډا لیرې ووسي  او  د اسرائیلو  د ایټمي ګواښ  له این پي ټي تړون څخه بهر د نه منلو وړ  چارو په وړاندې دې شفاف دریځ غوره کړي . 

 د ایټمي انرژۍ  د نړیوال آژانس  عمومی مدیر رافائل ګروسي  د دوشنبې په ورځې  په ویانا کې  په خبري کنفرانس کې  ادعا کړې ، چې  له اسلامی ایران سره د سیف ګارډز  د موضوعګانو په حل کولو کې  هیڅ پرمختګ نه دی شوی.دایران مسئولانو تل وئيلي  چې  مشارکت او ملګرتیابه وکړي ، او ځواب به ورکړي ، خو دغه کار ئې نه دی کړی هیله مند یم  دغه بهیر بدل شي . البته تر دې دمه چې له تاسو سره خبرې کوم  د  سیف ګارډز په یوې موضوع کې  هم هیڅ  احساسیدونکی پرمختګ نه دی شوی   .