IAEA دې خپل حیثیّت په سیاسی دریځونو نه خرابوي
د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس عمومی مدیر رافائل ګروسي د دوشنبې په ورځې په ویانا کې په خبري کنفرانس کې ادعا کړې ، چې له اسلامی ایران سره د سیف ګارډز د موضوعګانو په حل کولو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.دایران مسئولانو تل وئيلي چې مشارکت او ملګرتیابه وکړي ، او ځواب به ورکړي ، خو دغه کار ئې نه دی کړی
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی،په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او دایمي استازي کاظم غریب آبادي له رسنیو سره په خبرو کې روښانه کړې ده،د ایټمي انرژۍد نړیوال آژانس د عمومی منشي وروستي دریځونه ،له ایران سره دملګرتیاؤ په وړاندې د دغې ادارې د سیکرټریټ د یواړخیز کړچار او د خپل مینځیو ملګرتیاؤ او تعامل په سوئې دسترګو د پټولو ښودنه کوي او دا د دواړو لورو ترمنیځ د راتلونکو تعاملاتو لپاره په یوه خنډ بدلیدلی شي .
کاظم غریب آبادي له رسندویو سره ددې خبرې په کولوسره چې د آ ژانس راپور د ایران او د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس ترمینځ د ملګرتیا له مخینو سره هیڅ سمون نه خوري ،زیاته کړې ده ، دغه راپور باؤري هم نه دی ، ځکه چې د تکیې وړ سرچینو باندې مشتمل نه دی ، او همدناراز قانع کونکی هم نه دی ، ځکه چې ترلاسه شوي درست پرمختګونه او دملګرتیاؤ ټول اړخونه نه منعکس کوي .
هغه دغه راز روښانه کړې ده ، رغنده تعامل ، مثبت چاپيریال، له وارمخکې قضاؤت څخه ډډه کولو او مصنوعي اندیښنو څرګندولو او دغه راز د څو بې اهمّیته او چټي موضوعګانو له ستر بریښولو څخه ډډه کولو ته ضرورت لري .
په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د ایران سفیر دغه راز یادونه کړې ، آژانس باید له هرډول سیاسی ایجنډا لیرې ووسي او د اسرائیلو د ایټمي ګواښ له این پي ټي تړون څخه بهر د نه منلو وړ چارو په وړاندې دې شفاف دریځ غوره کړي .
د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس عمومی مدیر رافائل ګروسي د دوشنبې په ورځې په ویانا کې په خبري کنفرانس کې ادعا کړې ، چې له اسلامی ایران سره د سیف ګارډز د موضوعګانو په حل کولو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.دایران مسئولانو تل وئيلي چې مشارکت او ملګرتیابه وکړي ، او ځواب به ورکړي ، خو دغه کار ئې نه دی کړی هیله مند یم دغه بهیر بدل شي . البته تر دې دمه چې له تاسو سره خبرې کوم د سیف ګارډز په یوې موضوع کې هم هیڅ احساسیدونکی پرمختګ نه دی شوی .