د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101358-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او دافغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2021 09:20 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او دافغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

د یمن پوځي سرچینو وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په حدیده ولایت کښې نهه اویا (۷۹) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .

د عراق د استخباراتو یو(۱) لوړ لورتبه افسر د بغداد په ختیځ کښې د ناپیژاندو ترهګرو په لاس ووژل شو .

د صهیونیسټ  د اپارتائیډ رژیم د توغندیو مغز متفکر او د فضايي ادارې پخوانی مشر آوی‌هار-ایوِن  په «عکا »ښار کښې د فلسطین د مقاومت ډلو په توغندوي حملې کښې له ژوبلیدا څلور(۴) اونۍ وروسته پرون هلاک شو .

د امریکا په اقتصادي ، استخباراتي او پوځي بیخ بنایانو باندې له اغیزشیندونکو او پرله پسې اینټرنیټي حملو سره په یووخت د هیواد د انرژۍ وزیر خبرداری ورکړ چې د ټولې امریکا د انرژۍ او د بریښنا چینل هم له پراخو انیټرنیټي حملو سره مخ دی .

په کاناډا کښې د کاتولیکانو د شپه او ورځې د ښوونځیو د قربانیانو خپلوان  او ځايي مشران  د دوه سوه پینځلسو (۲۱۵) ځايي ماشومانو د ډله ییز قبر د کشفیدا د غمیزې په هکله د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ په منفعلانه غبرګون غوسه شول .

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ چمتو نشو چې دغه بوږنونکی جنایت وغندي .

د افریقا په لویدیځ  کښې د داعش څانګې په یوې(۱) چاودنې کښې په  نایجریا کښې د بوکو حرام د ترهګرې ډلې د مشر« ابوبکر شیکاو »د وژل کیدا خبر ورکړ .

د افغانستان طالبانو ډلې په تیرو دریو (۳)ورځو کښې په نورستان ، فاریاب ، غور او ارزګان ولایتونو کښې څلور(۴) ولسوالۍ نیولي دي .

روسیه د پرانستي اسمانونو تړون ته په بیرته ستنیدا کښې د امریکا د نوي حکومت ځنډ کولو ته غبرګون وښود او په رسمي ډول له دغه تړون څخه ووتله .

د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي حسن بغدادي د صهیونیسټ رژیم مشرانو ته خبرداری ورکړ د هر ډول غلطو محاسباتو په بڼه کښې به د ځان لپاره د جهنم دروازې خلاصې کړي .

د روسیې او د امریکا ترمینځ د تاوتریخوالو له دوام سره په یووخت رسنیو د اتلسو (۱۸) هیوادونو ، څلویښتو (۴۰) جنګي بیړیو او د څلور زره (۴۰۰۰) پوځیانو په ګډون سره په بالټیک سمندر کښې د ناټو تړون د یوې (۱) تر ټولو سترې پوځي مانورې د ترسره کولوخبر ورکړ .

اروپا ته د امریکا د ولسمشر جو بایډن د سفر په درشل کښې د خپرو شویو نظرسنجیو خپرو شویو نتیجې د دې ښودنه کوي چې د واشنګټن لخوا د کورونا ویروس کمزوري مدیریت په اروپايي هیوادونو کښې تر ډیره حده د واشنګټن اعتبار کمزوری کړی دی .

د لبنان د پارلمان مشر نبیه بیري پرون د حکومت د جوړولو لپاره سعد حریري ته چې د کابینې د جوړولو دنده ورته سپارل شوي ده یوه (۱) اونۍ مهلت ورکړ .

خبرو سرچینووویل د لبنان حزب الله غورځنګ له سعد حریري او د ملي ازاد بهیر له مشر جبران باسیل سره تماسونه نیولي دي .

()

اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل امریکا په خپل قدرت باندې تکیې کولوسره داسې تصور کوي هغه مشکلات  به چې په خپله یې رامینځته کړي دي ختم کړي خو داسې نه ده او واشنګټن په هغه لاره روان شوی چې پخوانی شوروي اتحاد یې دړې وړې کړ .

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثي د مستکبرانو په مقابل کښې د فریاد د کلیزې په مناسبت وویل د مظلومتونو ملتونو د ملاتړ  کولو په خاطر د ایران د شرافتمندانه دریځ مننه کوو .

د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي حسن بغدادي وویل د صهیونیسټ رژیم مشران به د هر ډول غلطو محاسباتو په بڼه کښې په خپلو سترګو جهنم وویني .

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي وویل ایران د اټومي اژانس ځینو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی .

د اسرائیلو د توغندیو او د فضايی پروګرام مغز متفکر آوی‌هار-ایوِن  د فلسطین د غزې تړانګې په جنګ کښې د ژوبلیدا له کبله مړ شو .

په غزې تړانګې کښې د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی السنوار ټینګار وکړ د فلسطین مقاومت د غزې تړانګې په وروستي جنګ کښې یوازې خپل پنځوس(۵۰) فیصده توان وکاروه او که چیرې له صهیونیسټ رژیم سره دوباره جنګ وشي د مینځني ختیځ جوړښت به بدل شي .

خبري سرچینو د عراق د کاظمین په سپیڅلي ښار کښې په «باب المراد »محلې کښې زمزم رستوران ته نږدې د یوې (۱) بم چاودنې خبر ورکړ .

په جرمني کښې اسختباراتي راپورونه وايي د لبنان د حزب الله مقاومت غورځنګ پرضد د برلین له اقداماتو سره سره په جرمني کښې د دغه غورځنګ ولسي ملاتړونه مخ په زیاتیدا دي .

د امریکا په «اوکلینډ »کښې د فلسطین  ملاتړي کسانو  د اسرائیلو له کشتۍ څخه د سامانانو د کوزیدا مخه ونیوله .

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار ډاکټر علي اکبر ولایتي بریالی یمن او د الهي وعدې د تحقق په نوم اینټرنیټي غونډې کښې چې د اسلامي ویښتیا د  نړیوالې ټولنې لخوا ترسره شوه وویل  د یمن مقاومت کونکي ملت او مشرانو ټول مشکلات وزغمل او دښمن ته چې په وسلو سمبال دی تسلیم نشول او د قدرت انډول یې د سرلوړي یمن په ګټه بدل کړ .

()

ګرانو لوستونکو اوس به راشو د کابل چاپ ورځپاڼو ته چې مهم سر ټکي یې څه دي .

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له نور مطالبو سره په خوا کې کابل او سیمې ته د زلمي خلیلزاد د سفر او یو په بل پسې د ولسوالیو د سقوط په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

()

هشت صبح لیکلي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل او سیمې ته داسې مهال سفر کوي چې له سولې د افغانانو تمې پرې شوي او طالبانو جګړه تېزه کړې.

لیکوال د طالبانو له قوله لیکلي چې په تېره یوه میاشت کې یې ۱۴ ولسوالۍ نیولي او په تېرو دوو میاشتو کې یې د ولایتونو د نیولو لپاره هم هڅې کړي چې له هغې ډلې کندهار، هلمند، زابل، غزني، بغلان، لغمان او میدان وردک ولایتونو د یادونې وړ دي چې سختې جګړې په کې تېزې شوي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې په تېره یوه میاشت کې د جګړو له امله د ملکیانو په ګډون په جګړه کې د ښکېلو خواو شااوخوا پنځه زره کسان مړه شوي دي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، په اوسنیو شرایطو کې د زلمي خلیلزاد هڅې ګټورې نه دي، ځکه له دې وړاندې هم سیمې ته په وار-وار دا ډول سفرونه شوي، د لیکوال په اند خو د سولې له خبرو سره یې هېڅ ډول عملي مرسته نه ده کړې، بلکې جګړې ورځ تر بلې ډېرې شوي دي.

()

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، زلمی خلیل زاد داسې مهال په کابل کې له افغان چارواکو سره په خبرو بوخت دی چې د فاریاب د قیصار په ګډون طالبانو ځينې ولسوالۍ لاندې کړي.

په سرمقاله کې راغلي، ښاغلي خلیلزاد له افغان چارواکو سره په لیدونو کې یو ځل بیا د افغانستان او امریکا د همکاریو او اړیکو په نوي فصل ټینګار کړی او ویلي یې دي، امریکا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته ژمنه ده.

د لیکوال د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو ځل بیا د سولې د  دریم پړاو مذاکرات پيل شي، خو د لیکوال په اند طالبان په دغو خبرو کې ګډون ته زړه نازړه دي.

 

په سرمقاله کې یادونه شوې، له دې ټولو سره امریکا، نورو هېوادونه او سازمانونه په افغانستان کې د جګړې درول غواړي.

()

مسیر ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې د ولسوالیو د سقوط تر شا څه دي؟

لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب سره لیکلي، د سقوط په دغو ډيرو  ولسوالیو کې کلي او بانډې له وړاندې له طالبانو سره دي او د ولسوالیو مرکزونه له حکومت سره دي.

په سرمقاله کې راغلي د دغو ولسوالیو په ځینو نورو سیمو کې هم پوځي  مرکزونه شته، خو له ولسوالۍ او دغو مرکزونو سره د خلکو اړیکه پرې ده، نه خلک دغو مرکزونو ته ورځي او نه هم دا مرکزونه او ولسوالۍ د خلکو د امنیت او نورو چارو لپاره کوم کار کوي دا مرکزونه یوازې خپل ځان ساتي او په سختۍ سره اکمالېږي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د دغو مرکزونو تمویل او تجهیز د حکومت لپاره سخت شوی دی، ډېری وخت تر محاصرې لاندې وي او پر وخت ورته تجهیزات نه رسیږي او ان د خوراک او څښاک لپاره هم څه نه لري، له همدې امله دا بې ګټې مرکزونه دي چې حکومت پرې یوازې لګښت کوي او نوره کومه ګټه نه لري.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو د ایران او افغانستان ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .